د بريتانيا د پوځ لوى درستيز جنرال سر پيټر د جمعې په ورځ خبردارى ورکړ، كه منځلاري وسله وال طالبان سياسي بهير ته ورګډ نشي ښايي د افغانستان جګړه كلونه نور هم دوام وكړي.
د بريتانيا د پوځ لوى درستيز جنرال سر پيټر د جمعې په ورځ خبردارى ورکړ، كه منځلاري وسله وال طالبان سياسي بهير ته ورګډ نشي ښايي د افغانستان جګړه كلونه نور هم دوام وكړي.
جنرال پيټر له ټيليګراف ورځپاڼې سره په مرکه کې ويلي، چې طالبانو لاس ته د هغو سيمو د لوېدو له كبله اندېښنه لري چې د دوى ځواكونه ترې وتلي دي.
ده وويل، د افغانستان د امنيت برخليک په زياتېدونکي ډول د افغان امنيتي ځواکونو په لاس کې دى او همدا ځواکونه دي چې د طالبانو او نورو سخت دريځو مخه به نيسي.
په افغانستان کې له پيله تراوسه پورې ټولټال ۴۴۷ بريتانيايي پوځيان وژل شوي او په سلګونو نور ژوبل شوي دي.
د بريتانيا لوى درستيز دا خبردارى په داسې وخت کې ورکړى، چې د دغه هېواد پاتې شپږ زره پوځيان راتلونکي کال له افغانستانه وځي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

