ads

اقتصادي ستونزې، د بدل ودونو لوى علت

د بدل دود په هېواد كې له ډېر پخوانه رواج موندلى او په ټول هېواد كې اوس هم دوام لري، خو دغه دود بیا  د هېواد د نورور سیمو په پرتله په غزني ولایت کې زیات تر سترګو كېږي او ډېرى خلك په دې اند دي چې په غزني دغه دود د فقر او غريبۍ […]

نویسنده: TKG
7 مرغومی 1392
اقتصادي ستونزې، د بدل ودونو لوى علت

د بدل دود په هېواد كې له ډېر پخوانه رواج موندلى او په ټول هېواد كې اوس هم دوام لري، خو دغه دود بیا  د هېواد د نورور سیمو په پرتله په غزني ولایت کې زیات تر سترګو كېږي او ډېرى خلك په دې اند دي چې په غزني دغه دود د فقر او غريبۍ له كبله زيات شوى دى.

د بدل دود په هېواد كې له ډېر پخوانه رواج موندلى او په ټول هېواد كې اوس هم دوام لري، خو دغه دود بیا  د هېواد د نورور سیمو په پرتله په غزني ولایت کې زیات تر سترګو كېږي او ډېرى خلك په دې اند دي چې په غزني دغه دود د فقر او غريبۍ له كبله زيات شوى دى.

په دغه دود كې يوه نجلۍ د بلې نجلۍ په بدل كې وركول كېږي چې تراوسه يې له ځانه سره ډېرې بدې پايلې لرلي او په ټولنه كې يې بېلابېلې ستونزې رامنځته كړې دي.

دا چې په غزني ولايت كې ولور زيات لوړ شوى، نو څوك نه شي كولى چې يوازې د پيسو په بدل كې كوژده وكړي، هغه څوك چې غواړي كوژده وكړي، مجبورېږي چې د خپلې كوژدې په بدل كې خپله خور يا لور وركړي.

د قره باغ ولسوالۍ اوسېدونكى محمد عارف وايي چې نن سبا په غزني كې د بدل دود ډېر شوى دى: (( يوازينى علت يې دا دى چې كار روزګار نشته، پيسې نشته، هر كس غواړي چې كوژده كړي خو چې پيسې سړي سره نه وي، نو څنګه كولاى شي كوژده وكړي، مجبور ده چې په بدل كې خپله خور، لور يا ورېره وركړي.))

د هغه په وينا، بدل دوه ګټې لري، يو دا چې سړى په كوژده كېږي او بل خپلې خور يا لور ته هم ځاى پيدا كوي: (( ځکه په غزني ولایت کې ډېری خلک پر دې ټینګار کوي چې نن سبا خلک د خپلې خور یا لور د وركولو په برخه كې له ستونزو سره مخ دي، ځكه په دې ولايت كې خلك غريبان او نشي كولى چې د ولور پيسې پوره کړي.))

ځينې كسان بيا وايي چې خلك غريب نه دي، بلكې ۱۸ يا ۲۰ لكه ولور پوره كول ډېر ګران كار دى.

دوى زياتوي، دا يې هم له وسه تېره خبره ده چې خپله خور يا لور په وړيا ډول وركړي، ځكه د دوى په خبره، نشي کولى چې د ټولنې له شته دودونو او رواجونو څخه بهر شي.

يو شمېر غزني مېشتي بيا وايي، د بدل ټولې شېبې له غمونو او كړاوونو ډكې وي، هرڅومره چې دغه دوه كورنۍ يو بل ته ډېر درناوى هم ولري، بيا يې هم ترمنځ شخړې رامنځته كېږي.

د دې ولايت اوسېدونكي نورآغا كليد ته وويل، خپله لور يې په بدل وركړې او كله چې له مقابل لوري د خپلې لور غوښتنه وكړي، هغه سمدستي په ځواب كې د خپلې لور د وروستلو غوښتنه ترې كوي: (( په ځواب كې راته وايي زما لور درسره راوله بیا راشه خپله لور بوځه، که زما غم وي یا مې ښادي، که مې چېرته مړی پر تخته پروت وي، بيا هم دا حق نه لرم چې خپله لور راولم، د هغه سړي لور به ورولم بيا به زما راخوشې كوي.))

د هغه په وينا، د بدل له ودونو وروسته بېلابېل جنجالونه او ستونزې رامنځته كېږي، كه چېرته پر يوې ښځې لږ زور زياتى وشي، له دا بلې سره هم ورته چلند كېږي: (( زياتې كورنۍ آن تر بديو پورې رسېدلې دي، كه چېرته د خلكو او دولت لخوا د دا ډول ودونو او دودونو مخه ونه نيول شي، په راتلونكي كې به ډېرې بدې پايلې له ځانه سره ولري.))

د اندړو ولسوالۍ اوسېدونكي محمد انور د سترګو ليدلى حال كليد ته داسې بيان كړ: (( زموږ په کلي کې د بدل دوستي وشوه، ودونه تېر شول، خو د يوې ښځې مېړه نه و په دوبۍ كې و او يو يو نيم كال رانه غى، كله چې دا سړى كور ته راستون شو دا ښځه يې خوښه نه وه، نو خپله ښځه تر لاس ونيوله او د پلار كور ته يې بوتله، له هغې خوا يې خپله خور ترې راوسته، د هغه د خور يو ماشوم هم پيدا شوى و، دا ښځه يې بيا په نيمه بيه وركړه، يعنې ولور يې ۲۰ لكه و، خو په ۱۰ لكه يې وركړه، دا هر څه د بدل له كبله رامنځته شول.))

د غزني ولايت اوسېدونكى محمد عارف وايي، په ځينو سيمو كې داسې هم تر سترګو كېږي چې كه د بدل په وخت یوه نجلۍ وړه او بله غټه وي، نو د وړې نجلۍ پر سر، سر اخيستل كېږي، يا پيسې اخلي او يا هم د غټې نجلۍ په بدل كې دوه وړې نجونې غوښتل كېږي: (( په ځينو سيمو كې ډېر ځله داسې تر سترګو شوي چې د عمر له لحاظه هم ورته حساب كېږي، د بېلګې په توګه كه د يوې نجلۍعمر۲۱ کاله وي، په بدل کې يې له مقابل لوري نه درې ۷ کلنې نجونې غوښتل کېږي، ځکه چې درې واره ۷ یوویشت کېږي.))

د غزني د ښځو چارو رياست مسوولين هم وايي چې له دوى سره په دې برخه كې ډېرې قضيې ثبت شوې دي، خو په وينا يې، سږ کال له نېکه مرغه د بدل پېښې کمې دي او يوازې شل پېښې له دوى سره ثبت شوې دي.

دوى زياتوي، سږ كال ډېرى د كورني تاوتريخوالي، وهلو ډبولو او طلاق پېښې لري.

د غزني د ښځو چارو رياست كې د حقونو د څانګې مدیره فوزیه کاکړ وايي چې ډېرى كورنۍ د فقر او غریبۍ له كبله بدل ته اړ کېږي. هغې كليد ته وويل، څه موده مخكې يې د بدل يوه پېښه وڅېړله او په كې د كورنۍ ۱۲ غړي زيانمن شول.

 

هغه زياتوي، په غزني ولایت کې دغسې پیښې زیاتره د قومي جرګو له لارې هوارېږي او په وينا يې، كه چېرته دغه ډول پېښې او قضيې د قانون په رڼا كې حل شي، په ټولنه كې به يې ګټې ډېرې وي او تر ډېره بريده به خلكو ته عامه پوهاوى هم وركړل شي.

په غزني كې مې له يوه ديني عالم  محمد عبدالباري حقاني څخه هم د بدل د دود په اړه وپوښتل، هغه د یوه حدیث شریف (لا شغاره فی لاسلام) په ویلو سره په څلورو مذهبونو دغه دود ناروا وګاڼه او ويې ويل، كه چېرته د دوو كسانو ترمنځ مهر ونه ټاكل شي، هغه نكاح فاسده ده.

هغه له غزني مېشتو خلکو وغوښتل چي د خپلو خواهشاتو د پوره کولو لپاره دې خپله خور یا لور نه قرباني كوي.

د يادونې وړ ده چې د مرغومي په دويمه نېټه د غزني په اندړو ولسوالۍ کې علماوو په کم عمرۍ او بدو کې د نجونو د نه ورکړې پرېکړه وکړه او ولور يې درې سوه زره افغانۍ وټاکه.

دغه پرېکړه په هغه غونډه کې وشوه چې پکې ديني علماوو، قومي مشرانو او د سيمې اوسېدونکو برخه اخيستې وه.

د يادې غونډې په پاى کې پرېکړه وشوه، هر هغه چا چې له دې پرېکړې سرغړونه وکړه، نو دوه نيم سوه زره افغانۍ به جريمه پرې کوي.

د اندړو ولسوال محمد قاسم ديسيوال د غزني اندړو ولسوالۍ له ټولو اوسېدونکو څخه وغوښتل چې د علماوو دې پرېکړې ته درناوی وکړي او په وينا يې، که چا له دې پرېکړې سرغړونه وکړه، نو د ولسوالۍ له لوري به هم ورسره قانوني چلند وشي.

 

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA