مصري پوليسو له واك څخه د لرې كړاى شوي جمهوررئيس محمد مرسي د دورې لومړى وزير هشام قنديل نيولى دى. د مصر د کورنيو چارو وزارت وايي، قنديل يې سوډان ته د تېښتې پر مهال نيولى دى.
مصري پوليسو له واك څخه د لرې كړاى شوي جمهوررئيس محمد مرسي د دورې لومړى وزير هشام قنديل نيولى دى.
د مصر د کورنيو چارو وزارت وايي، قنديل يې سوډان ته د تېښتې پر مهال نيولى دى.
هشام قنديل د مرسي د جمهوري رياست پرمهال تر ټولو ځوان چارواکى و.
خو الاهرام خبري وېبپاڼې د کورنيو چارو وزارت د وياند له قوله ويلي، چې پوليسو پخوانى لومړى وزير د قاهرې جنوب لوېديځ الفيوم ولايت ته پر لاره نيولى دى.
قنديل د يوه مخکني قضايي حکم د نه نافذولو په تور په يوه کال بند محکوم شوى و.
د مرسي د واکمنۍ پرمهال نوموړي د ولس هغه يو کلن فشارونه ونه منل، چې د قنديل د لرې کولو غوښتنې يې کولې.
د يو بل خبر له مخې، پرون په مصر كې يو موټر بم چاودنې ۱۵ تنه، چې ۱۲ يې د پوليسو افسران وو، مړه او يو شمېر نور يې ټپيان کړل.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


