ads

ميخايل کلاشينکوف مړ شو

په نړۍ کې د تر ټولو پېژندل شوې او زياتې کارېدونکې وسلې کلاشينکوف، جوړوونکى ميخايل کلاشينکوف د ۹۴ کلونو په عمر ومړ. نوموړى د تېر نومبر په مياشت کې له ناروغۍ وروسته په روغتون کې بستر و. په نړۍ کې د تر ټولو پېژندل شوې او زياتې کارېدونکې وسلې کلاشينکوف، جوړوونکى ميخايل کلاشينکوف د ۹۴ […]

نویسنده: TKG
3 مرغومی 1392
ميخايل کلاشينکوف مړ شو

په نړۍ کې د تر ټولو پېژندل شوې او زياتې کارېدونکې وسلې کلاشينکوف، جوړوونکى ميخايل کلاشينکوف د ۹۴ کلونو په عمر ومړ. نوموړى د تېر نومبر په مياشت کې له ناروغۍ وروسته په روغتون کې بستر و.

په نړۍ کې د تر ټولو پېژندل شوې او زياتې کارېدونکې وسلې کلاشينکوف، جوړوونکى ميخايل کلاشينکوف د ۹۴ کلونو په عمر ومړ.

نوموړى د تېر نومبر په مياشت کې له ناروغۍ وروسته په روغتون کې بستر و.

ميخايل کلاشينکوف د ۱۹۱۹ ميلادي کال د نومبر په لسمه نېټه په لويديځه سايبيريا کې زېـږېدلى و او ۱۷ خويندې او ورورڼه يې درلودل.

هغه وروسته له هغې کلاشينکوف جوړ کړ، چې يوه بل روسي سرتېري ورته وويل، ولې روسان په خپله داسې يو ټوپک نه جوړوي، چې له هغه ټوپک سره سيالي وکړاى شي، چې د جرمني پوځيان يې کاروي.

د کلاشينکوف د جوړولو چارې په ۱۹۴۷ کال کې بشپړې شوې او دوه کاله وروسته د روسيې پوځ د دې وسلې په کارولو پيل وکړ.

ميخايل کلاشينکوف په ۲۰۰۸ کال کې ويلي وو، دا ورته ډېره دردوونکې ده، چې هر ډول مجرمان د ده ټوپک کلاشينکوف کاروي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA