ads

عراق کې پر ټلوېزيون ډله ييز بريد كې پنځه خبريالان وژل شوي

د عراق د پايتخت بغداد په شمال تکريت ښار کې تېره ورځ ناوخته د “صلاح الدين” په نوم د يوه ټلوېزيون پر ودانۍ څلورو ځانمرګو بريد كوونكو بريد کړى او لږترلږه پنځه خبريالان يې وژلي دي. د عراق د پايتخت بغداد په شمال تکريت ښار کې تېره ورځ ناوخته د “صلاح الدين” په نوم د […]

نویسنده: TKG
3 مرغومی 1392
عراق کې پر ټلوېزيون ډله ييز بريد كې پنځه خبريالان وژل شوي

د عراق د پايتخت بغداد په شمال تکريت ښار کې تېره ورځ ناوخته د “صلاح الدين” په نوم د يوه ټلوېزيون پر ودانۍ څلورو ځانمرګو بريد كوونكو بريد کړى او لږترلږه پنځه خبريالان يې وژلي دي.

د عراق د پايتخت بغداد په شمال تکريت ښار کې تېره ورځ ناوخته د “صلاح الدين” په نوم د يوه ټلوېزيون پر ودانۍ څلورو ځانمرګو بريد كوونكو بريد کړى او لږترلږه پنځه خبريالان يې وژلي دي.

امنيتي سرچينې وايي، په وژل شويو خبريالانو کې يو د ټلوېزيون د خبرونو د برخې مشر، بل اېډېټر، يو د خبرونو توليدوونکى، يو د ارشيف مدير او يو بل د خبرونو وړاندې کوونکى دى.

فرانس پرېس خبري اژانس د صلاح الدين ولايت د پوليسو په حواله ويلي، چې امنيتي ځواکونو د ټلوېزيون پر ودانۍ د بريد کوونکو د وژلو لپاره ځوابي بريد وکړ، دوه ځانمرګي بريد كوونكي يې ووژل، خو دوو نورو ځانونه والوځول.

عراق په وروستيو کلونو کې د خبريالانو د هدفي وژنو شاهد و او يوازې له تېر اکتوبر راهيسې په دې هېواد کې لږترلږه ۱۲ خبريالان وژل شوي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA