ads

زده كوونكو ته جنګي ذهنيت وركول كېږي

كه څه هم افغان دولت له تېرې يوې لسيزې راهيسې هڅه كوي چې له ښوونيز نصاب څخه د جګړې د فرهنګ توكي او د وسلو د پېژندګلوۍ عنوانونه وباسي، خو په دې وروستيو كې بيا د خوست ښار په يو شمېر كتابخانو او دوكانونو كې كټ مټ د وسلو په شكل قلمونه او درسي مواد […]

نویسنده: TKG
3 مرغومی 1392
زده كوونكو ته جنګي ذهنيت وركول كېږي

كه څه هم افغان دولت له تېرې يوې لسيزې راهيسې هڅه كوي چې له ښوونيز نصاب څخه د جګړې د فرهنګ توكي او د وسلو د پېژندګلوۍ عنوانونه وباسي، خو په دې وروستيو كې بيا د خوست ښار په يو شمېر كتابخانو او دوكانونو كې كټ مټ د وسلو په شكل قلمونه او درسي مواد په ازاده پلورل

كه څه هم افغان دولت له تېرې يوې لسيزې راهيسې هڅه كوي چې له ښوونيز نصاب څخه د جګړې د فرهنګ توكي او د وسلو د پېژندګلوۍ عنوانونه وباسي، خو په دې وروستيو كې بيا د خوست ښار په يو شمېر كتابخانو او دوكانونو كې كټ مټ د وسلو په شكل قلمونه او درسي مواد په ازاده پلورل كېږي.

د خوست اوسېدونكي شكايت كوي او وايي،  دا مهال د ښار په هر ګوټ او دوكان كې د ټوپك، لاسي بمونو، راكټ او خنجر په شكل جوړ شوي قلمونه ليدل كېږي چې د ماشومانو تر منځ يې پراخ بازار پيدا كړى، خو حكومت لا هم په دې اړه كوم جدي ګام نه دى اخستى.

خوستيان زياتوي، كه د وسلې په شكل د دا ډول قلمونو خرڅلاو بند نه شي، نو په ماشومانو كې به جنګي ذهنيت بېرته وده وكړي.

د خوست ښار اوسېدونكى ۲۵ كلن فريد الله چې د ښار په اكثره دوكانونو كې يې ماشومان د وسله ډوله قلمونو په رانيولو ليدلي، اندېښنه ښيي كه د دا ډول قلمونو پلور بند نه شي، نو ماشومان به بېرته د اويايمې لسيزې د جګړو ذهنيت خپل كړي.

نوموړي كليد اوونیزې ته وويل:(( پخوا به يې په كتابونو كې د وسلو رسمونه وركول، اوس عملا په لاس كې ورته بم او راكټ ته ورته قلمونه وركوي، دا شيان د ماشوم ذهن خرابوي، ځكه داسې خو ماشومان وسلې په مكمل ډول پېژني.))

فرید الله له چارواكو غواړي چې په هر ډول وي، بايد د دا ډول قلمونو د پلور مخه ونيسي، ځکه د ده په خبره کېدای شي چې ماشوم ترې د سالمې ګټې اخستلو پر ځای د وسلو استعمال ته مخه کړي.

د خوست يو بل اوسېدونكى نشان الدین اهنګر هم له يادې مسئلې اندېښمن ښكاري او وايي، له ډېره وخته په ښار كې د وسلې په شكل د قلمونو پلور ته ځېر او دې ته حيران دى چې دا ډول قلمونه بيا د څه هدف لپاره په ښار كې پلور ته ايښودل شوي دي: (( معلومه خبره ده چې د وسلو په بڼه د قلمونو جوړول د ماشومانو د ذهن خرابولو لپاره دي او دولت په ځانګړې ډول د پوهنې ریاست باید د دې کار مخه ونیسي.))

خو په خوست كې د قرطاسيو پلورونكي بيا دا نه مني چې ګواكې د وسلو په شكل قلمونه د كوم بد نيت له مخې پلوري، بلكې وايي د دا ډول قلمونو په راوړلو سره د قلم مينه وال ماشومان لا زيات شوي دي.

په دغه ښار كې د يوې كتابخانې خاوند فيض الله همدا خبره كوي او وايي، دوى وسلې ته ورته قلمونه ځكه راواردوي چې له قلم سره د ماشومانو مینه پیدا کړي: (( دا قلمونه له كابل نه راوړو، كابل ته له چين نه راځي او موږ دا کار د ماشومانو د کورنۍ په خوښه کوو، دې سره د ماشوم ذهن نه خرابیږي، بلکې له زده کړې سره یې مینه زیاتیږي.))

بلخوا د ښوونې او روزنې كارپوهان بيا دا ردوي چې ګواكې د وسلې په شكل وارد شوي قلمونه ماشومانو ته له درس سره د مينې ذهنيت وركولى شي. د خوست میخانیکي او مسلکي انسټيټیوټ استاد حضرت الله ستومان همدا وايي چې دا ډول توکي د ماشوم په ذهن بدې اغېزې پرېږدي.

ستومان زياتوي، د ماشوم ذهن  مثبت لورې ته اړول په دې معنى نه ده چې يوازې كتاب ته يې مخه كړو، د ده په خبره، بايد ماشومانو ته داسې شرايط او امكانات په لاس وركړل شي چې هغه ترې هېڅ منفي ذهنيت وانخلي: (( ماشوم تل پوښتونکې وي، اوس که چېرته د بم په شکل یو قلم وویني، نو ضرور يې له خپل پلار نه د ټولو خصوصیاتو پوښتنه کوي او که ځواب یې ورکړ، کېدای شي، ماشوم د لیکلو پر ځای د هغه عملي استعمال ته ډېره بیړه وكړي.))

ستومان وايي، د پوهنې ریاست په پخواني نصاب کې هم د جنګ او وسلو په اړه مطالب وو، خو د نوي حكومت په منځته راتګ له نصاب څخه دا ډول عنوانونه ځكه وويستل شول چې زده كوونكو ته يې د منفي ذهنيت خپلولو درس وركاوه.

هاخوا د خوست د پوهنې رئیس بخت نور بختیار بيا وايي، دوى لا په دې اړه معلومات نه لري چې ګواكې په ښار كې د وسلو په شكل قلمونه پلورل كېږي، خو نوموړى زياتوي چې په دې اړه به اقدام وکړي: (( له دې وروسته ځېنې ټيمونو ته دنده سپارم چې ښوونځيو ته ورشي او دا ډول قلمونه راټول كړي، له سوداګرو مې هم هيله ده چې د جګړې د بد فرهنګ په له منځه وړلو کې مرسته وكړي.))

د دغسې قلمونو پلورونکي ادعا کوي چې دا د چین تولیدات دي او له دې درکه افغان او چینايي سوداګر ښې ډېرې پیسې جیبونو ته غورځوي. خو که چېرې چین ته ولاړئ او هلته مو د دغه هېواد ښوونځي او وړکتونونو له نږدې وکتل له وسلو پرته به په کې د لوبو هر ډول وسایل ومومئ.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA