د سوريې په حلب ښار کې د حکومت د پوځي الوتكو په پرونيو هوايي بريدونو کې لږترلږه ۴۴ تنه وژل شوي دي. د سوريې د بشري حقونو د څارنې ټولنه وايي، الوتكو بېرلي بمونه، چې له چاودېدونکو توكو ډک بېرلونه دي، د حلب ښار پر هغو څو سيمو واورول، چې د ياغي
د سوريې په حلب ښار کې د حکومت د پوځي الوتكو په پرونيو هوايي بريدونو کې لږترلږه ۴۴ تنه وژل شوي دي.
د سوريې د بشري حقونو د څارنې ټولنه وايي، الوتكو بېرلي بمونه، چې له چاودېدونکو توكو ډک بېرلونه دي، د حلب ښار پر هغو څو سيمو واورول، چې د ياغي وسله والو په ولکه کې دي.
د رپوټونو له مخې، يو بم پر يوه بس راولوېد او ټولې سپرلۍ يې ووژل شوې.
پرون له دې مخکې په حمص ښار کې يوه ځانمرګي بريد د ښوونځي د لږ تر لږه شپږو زده كوونكو په ګډون دولس تنه ووژل.
بريدکوونکي په شيعه مېشتي ام العمېد Umm al-Amed ښار ګوټي کې خپل په چاودېدونکو توكو بار موټر د يوه ښوونځي مخې ته والوځاوه.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

