په هېواد کې دننه د نا امنيو او وچكاليو له كبله د بې ځايه شويو كورنيو شمېر ۱۵ فيصده لوړ شوى دی، خو دولت لا هم په دې اړه عملي ګامونه نه دي پورته كړي. کتونکي په دې باور دي چې بې ځايه شويو كورنيو ته د دولت نه پاملرنه به د دې سبب شي چې د هېواد په داخل كې يو بل ستر ناورين سر
په هېواد کې دننه د نا امنيو او وچكاليو له كبله د بې ځايه شويو كورنيو شمېر ۱۵ فيصده لوړ شوى دی، خو دولت لا هم په دې اړه عملي ګامونه نه دي پورته كړي. کتونکي په دې باور دي چې بې ځايه شويو كورنيو ته د دولت نه پاملرنه به د دې سبب شي چې د هېواد په داخل كې يو بل ستر ناورين سر راپورته كړي او هغه مهال به يې دولت بيا د مهارولو هېڅ لاره هم ونه لري.
په هېواد كې د بې ځايه شويو كورنيو د ګراف د لوړوالي خبره د كډوالو چارو وزارت رابرسېره كړې او وايي، په اكثره سيمو كې له نيم مليون زيات وګړي ناامنۍ او وچكاليو دې ته اړ كړي چې له خپلو اصلي ځايونو كډه او په بېدياو كې د بې كورۍ ژوند پېل كړي.
د افغانستان د كډوالو چارو وزير جماهير انوري تېره اوونۍ په كابل كې خبريالانو ته وويل، دا كورنۍ په داسې حال كې له خپلو سيمو راوتي چې د ژمي د يخنۍ تازه څپه هم په هېواد راخوره شوې ده او وروسته به په كېږديو كې د دغو بې ځايه شويو كډوالو او ماشومانو شپې ډېرې ورترخې كړي.
انوري زياته كړه، دغه كډوال اوسمهال جدي او بېړنيو مرستو ته اړتيا لري او د كورنيو ژوند يې هم له سختو ګواښونو سره مخ دى: (( پخوا دا شمېره ۴۷۰ زره وه، خو اوس ۱۷۰ زره كورنۍ نورې هم پرې ورزياتې شوي، د دوى د ستونزو په اواري كې بنسټيز ګامونه لا هم نه دي پورته شوي، مرسته كوونكي بايد په دې وخت كې د دې كورنيو د ژغورلو مرسته وكړي.))
په ولسي جرګه كې د كډوالو د كمسيون مشر محمد نذير احمدزى هم په هېواد دننه د بې ځايه شويو كورنيو د پراخېدونكي ناورين په اړه اندېښنه ښيي او وايي كه تر راروان ژمي د دغو كورنيو لاسنيوى ونه شي، نو اكثره كډوال به د ژوندي پاتې كېدو چانس هم له لاسه وركړي.
د ننګرهار له بټي كوټ څخه د ناامنۍ له كبله بې ځايه شوى عظمت سهار وايي، دوى لا ښه دي په ښار كې يې د ژوند زمينه ځانته مساعده كړې، خو د بټي كوټ اكثره له كليو وتلې كورنۍ په كمپونو يا ثمرخېلو ته نږدې بېديا كې شپې كوي، مګر داسې څوك نشته چې پوښتنه يې وكړي: (( ډېر خلك مې وليدل چې پاكستان كې يې بېرته د لوږې ژوند پيل كړ، ځېنې يې په همدې ننګرهار كې د خيمې په ارمان ژوند كوي او د ابتدايي مرستو په نوم يوه د سر درد ګولۍ هم نه ور رسول كېږي. دولت چې د دوى غم نه خوري، نو سبا به باور وكړه، همدوى د حكومت په مخالفت لاس پورې كوي، ځكه له دې خلكو په بټي كوټ كې د جګړې له لاسه زندګي او ابادۍ پاتې دي، نه يې دولت هغه ستونزه حل كولى شي او نه يې د بې كورۍ.))
په كابل كې مدني فعال محمد يار يار هم دولت په دې ملامتوي چې نه يې بې ځايه شوې كورنۍ خپلو سيمو ته واستولې او نه يې هم د هغوى د ستونزو د اواري ګام پورته كړ.
دى وايي، په هېواد دننه د بې ځايه شويو كورنيو ستونزه په راتلونكي كې يو ستر اقتصادي ناورين ګرځي او دا به د حكومت د مشروعيت په لاره كې ستر ګواښ وي:(( افغان دولت چې نه چاته كور وركولى شي او نه د خپلې سيمې امنيت، نو د مشروعيت دعوه به څنګه كوي؟ بې روزګاري، فساد، د انساني حقوقو نه مراعات او وژنې يو طرف او په داخل كې د كډوالو د زياتېدو ناورين بل طرف ته د دې حكومت سترې ستونزې دي چې تر اوسه يې مهار نه شوې كړاى، سړى حيران شي چې دا نړيواله ټوله دلته د څه لپاره راغلې ده او حكومت د كومو پرمختګونو ادعا لري.))
دا په داسې حال كې ده چې د طالبانو د واكمنۍ تر ړنګېدو وروسته د هېواد له يو شمېر شمالي ولايتونو څخه خلك د سيمه ييزو قومندانانو له ګواښه بې ځايه شول، ځينې كورنۍ داسې وې چې په خپلو سيمو كې يې د وچكالۍ له زوره شكايت كاوه، خو په دې وروستيو كې د جنوبي او ختيځو ولايتونو تر څنګ د جنوب ختيځو ولايتونو پراخ شمېر كورنۍ هم په سيمه كې د وسله والو طالبانو د فعاليتونو له ډاره په بېديا يا نورو ښارونو كې اوسېدو ته اړ شوي چې غوره بېلګه يې د كابل په چهار راهي قمبر كې د هلمند د كډوالو كمپ او د ننګرهار- ثمرخېلو په شاوخوا كې د حصارك او بټي كوټ د خلكو كېږدۍ دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


