د ننګرهار په لالپورې ولسوالۍ کې يو حيواني کلينيک په پاخه او اساسي ډول جوړ او نن ګټې اخيستنې ته وسپارل شو. چارواکي وایي، دغه حيواني کلينيک د کرنې وزارت په مالي لګښت جوړ شوى دى.
د ننګرهار په لالپورې ولسوالۍ کې يو حيواني کلينيک په پاخه او اساسي ډول جوړ او نن ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.
چارواکي وایي، دغه حيواني کلينيک د کرنې وزارت په مالي لګښت جوړ شوى دى.
د ننګرهار ولایت مقام کلید ته په راستولې خبرپاڼې کې ویلي، چې دغه کلينيک د کرنې وزرات د نهه لکه افغانيو په لګښت په دوو مياشتو کې جوړ شوى دى.
خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د حيواني کلينيک دغه ودانۍ ټول هغه ضروري خونې او توکي لري چې په يو حيواني کلينک کې ترې کار اخيستل کيږي.
چارواکي وایي، د دې کلينک په جوړېدو سره به له یوې خوا د سیمې استوګن له ډېر زخمت څخه خلاص او له بلي لخوا به د روغتیایې خدماتو په شتوالي کې د مالداری وضعیت هم ښه شي.


