د خيبر پښتونخوا ايالت په قبايلي سيمې خيبر كې نامعلومو وسله والو د ګوزڼ ضد واکسين اړوند يو کس وژلى دى. ځايي چارواکي وايي، پېښه د شنبې په ورځ جمرود سيمه کې رامنځ ته شوې ده.
د خيبر پښتونخوا ايالت په قبايلي سيمې خيبر كې نامعلومو وسله والو د ګوزڼ ضد واکسين اړوند يو کس وژلى دى.
ځايي چارواکي وايي، پېښه د شنبې په ورځ جمرود سيمه کې رامنځ ته شوې ده.
د دوى په وينا، وژل شوى غالب خان د يوه ځايي ډاکټر همکار و او په سيمه کې د ګوزڼ ضد واکسين ډلې غړى هم و.
چارواكي زياتوي، نامعلومو وسله والو په غونډۍ سيمه کې پر نوموړي ډزې وکړې، چې پايله کې يې هغه ټپي شو، خو روغتون ته له لېږدول کېدو وروسته يې ساه ورکړه.
جمرود کې له دې مخکې هم پر پوليو ضد واکسين ډلو ورته بريدونه شوي دي.
د روانې مياشتې په ديارلسمه نېټه زړه غونډۍ سيمه کې نامعلومو کسانو د پوليو ضد واکسين پر يو بل فعال محمد يوسف د خپل کور مخې ته ډزې وکړې او ويې واژه.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


