ads

پخوانى روسى پانګه وال خدرکوفسکي له زندانه خوشې شو

پخوانى روسى پانګه وال ميخايل خدرکوفسکي د جمهوررئيس ولاديمير پوتين تر بښنې وروسته له زندانه خوشې شو. د نوموړي مدافع وکيل وويل، پوتين څه موده وړاندې د بشري اصولو پر بنسټ د خدرکوفسکي د بښنې په اړه فرمان لاسليک کړ. پخوانى روسى پانګه وال ميخايل خدرکوفسکي د جمهوررئيس ولاديمير پوتين تر بښنې وروسته له زندانه […]

نویسنده: TKG
30 لیندۍ 1392
پخوانى روسى پانګه وال خدرکوفسکي له زندانه خوشې شو

پخوانى روسى پانګه وال ميخايل خدرکوفسکي د جمهوررئيس ولاديمير پوتين تر بښنې وروسته له زندانه خوشې شو. د نوموړي مدافع وکيل وويل، پوتين څه موده وړاندې د بشري اصولو پر بنسټ د خدرکوفسکي د بښنې په اړه فرمان لاسليک کړ.

پخوانى روسى پانګه وال ميخايل خدرکوفسکي د جمهوررئيس ولاديمير پوتين تر بښنې وروسته له زندانه خوشې شو.

د نوموړي مدافع وکيل وويل، پوتين څه موده وړاندې د بشري اصولو پر بنسټ د خدرکوفسکي د بښنې په اړه فرمان لاسليک کړ.

جمهوررئيس ولاديمير پوتين د پنجشنبې په ورځ وويل، چې د تېلو پخواني پانګه وال له دې كبله، چې مور يې ناروغه ده، له ده د بښنې غوښتنه کړې ده.

د نوموړي ناروغه مور په جرمني کې اوسېږي او د جرمني د بهرنيو چارو وزارت وايي، ميخايل خدرکوفسکي برلين ته رسېدلى دى.

خدر کوفسکي لس کاله په زندان کې و او د ماليې نه ورکولو او غلا په تور زنداني شوى و.

نوموړي سياسي مخالفو ګوندونو ته پيسې هم ورکولې او د جمهوررئيس پوتين منتقد و.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA