کابل له ګڼه ګوڼې ډک ښار دی، د نفوسو شمېره یې شپږو ملیونو او په ښار کې د ګرځېدونکو موټرونو په اړه ویل کېږي چې شاوخوا ۵۰۰ زرو ته یې تعداد رسېږي، خو ډېر کم داسې پېښیږي چې سړی کومه ښځه او نجلۍ د موټر چلولو په حال کې وویني، خو که دا لیده کاته وشي هم، نو په اوونۍ او یا میاشت کې به یو ځل وي.
کابل له ګڼه ګوڼې ډک ښار دی، د نفوسو شمېره یې شپږو ملیونو او په ښار کې د ګرځېدونکو موټرونو په اړه ویل کېږي چې شاوخوا ۵۰۰ زرو ته یې تعداد رسېږي، خو ډېر کم داسې پېښیږي چې سړی کومه ښځه او نجلۍ د موټر چلولو په حال کې وویني، خو که دا لیده کاته وشي هم، نو په اوونۍ او یا میاشت کې به یو ځل وي.
دا چې ولې ښځې موټر چلولو ته زړه نه ښه کوي یوه عمومي پوښتنه ده، خو ډېری ښځې یې علت دا بولي چې لا هم زیات شمېر نارینه د موټر چلول نارینه مسلک بولي او د ښځو له لوري ورته د موټرو چلول د منلو وړ نه دي.
د ازادۍ راډیو یوې خبریالې څو تنو موټر چلوونکو ښځو سره مرکې کړې دي، دوی وايي، نارینه معمولا هغه ښځې ډېرې ځوروي چې موټر چلوي.
یوې مېرمنې چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي په دې اړه ویلي چې یو شمېر نارینه هڅه کوي، ښځې تر خپل تاثیر لاندې راولي: (( له داسې کسانو سره مخ یوو چې شخصي عقده لري، هڅه کوي چې ښځې تر تاثیر لاندې راولي. مثلاً هارڼ ورته وهې، بې ځایه خبرې کوي، که یو کوچنی هلک هم د موټر پر جلو ناست وي، ځان ته دومره جرئت ورکوي چې حتی داسې ښځه چې د مور پر عمر وي، بې ځایه خبرې ورته کوي، دوی په دا هارڼ وهلو، بې ځایه خبرو او حرکاتو سره ځان یو ډول ارام احساسوي.))
نوموړې د خپلو خبرو په دوام زياته كړه:(( ځینې هلکان دي چې غواړي ټوکي وکړي، غواړي چې ښځې وځوروي، نه پوهیږم، بس دا د دوی خوښیږي چې د یوې ښځېنه موټر چلوونکې لاس بند کړي او تعقیب یې کړي.))
یوې بلې مېرمنې چې له دولت څخه د موټر چلولو د امکاناتو د ډېرولو غوښتنه کوله په دې اړه وویل: (( زه خپله له دولت څخه دا غواړم چې ښځو ته د ډریورۍ کورسونو شرایط برابر کړي، په هغو ځایونو کې ورته د موټر چلولو وړیا کورسونه جوړ کړي چې ښځې په کې وظیفې لري.))
دا پوښتنه چې ولې ځینې نارینه ښځېنه موټر چلوونکې ځوروي؛ د کابل ښار له یوه اوسېدونکي فراه هاشمي سره هم شریکه شوې ده.نوموړې چې خپله هم موټر چلاوه، په دې اړه ویلي: ((په هره ټولنه کې اخلاق، اداب او دودونه موثر وي، دا د هرانسان او هر شخص دنده ده چې ښځو ته احترام وکړي؛ دا داسې څه نه دي چې په زور یا د قانون په وسیله کنټرول شي.))
په تېرو لسو کلونو کې یوازې د افغانستان په یو څو لویو ښارونو کې محدود شمېر ښځو موټر چلول پیل کړې دي. د بلخ ولایت د ټرافیکو امر ښاغلی حسن صفا وایي، په روان کال کې تراوسه ۳۶ مېرمنو په مزار شریف ښار کې د موټر چلولو جواز اخستی دی.
د کابل د ټرافیکو رئیس نظام الدین دادخواه بیا وايي چې په دې ښار کې سږ کال ۲۱۳ ښځو د موټر چلولو جوازونه اخستي دي. د يادې سرچينې په وينا، ټرافیکو ته لارښوونه شوې، د هغو خلکو مخه ونیول شي چې ښځېنه موټر چلوونکې ځوروي: (( د ټرافیکو موظفینو ته مو خپل ځانګړی هدایت ورکړی، زموږ خویندو ته دې احترام وکړي، سمه لار ښوونه دې ورته وکړي، د هغو کسانو مخه دې ونیسي چې غواړي دوی ته مزاحمت وکړي.))
د کابل د ټرافیکو د ریاست چارواکي دا هم وايي، په هغو ښځو كې چې دا مهال په ګڼه ګوڼه كې خپل موټر چلوي ډېرې لږ یې ټکر کوي. خو په ټوليز ډول د کار او سرمایې پیدا کول د دې سبب شوي چې یو شمېر ښځې په ښارونو کې د موټرو خاوندانې او خپله یې وچلوي، خو ځینې کتوونکي دا شمېره په نشت حسابوي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


