ads

له ښځو سره تاوتريخوالى او د دولت بې تفاوتي

په دې وروستیو کې  د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي پېښې تر اندېښمنوونكي بريده زياتې شوي او دا راته وايي که چېرته يې له قانوني لارو د مهارولو جدي هڅه ونه شي، نو دا پېښې به د ناورین تر کچې ورسېږي. په دې وروستیو کې  د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي پېښې تر اندېښمنوونكي بريده […]

نویسنده: TKG
30 لیندۍ 1392

په دې وروستیو کې  د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي پېښې تر اندېښمنوونكي بريده زياتې شوي او دا راته وايي که چېرته يې له قانوني لارو د مهارولو جدي هڅه ونه شي، نو دا پېښې به د ناورین تر کچې ورسېږي.

په دې وروستیو کې  د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي پېښې تر اندېښمنوونكي بريده زياتې شوي او دا راته وايي که چېرته يې له قانوني لارو د مهارولو جدي هڅه ونه شي، نو دا پېښې به د ناورین تر کچې ورسېږي.

دا ډول پېښې به پخوا يا نه وې او يا به څوك د پوښتنې نه وو، خو له ۲ کلونو راهيسې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي ډكو پېښو نوې بڼه خپله کړې  او هغه داسې چې مخكې موږ د دې شاهد وو چې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي شتون د ښځو له خوا د ځانوژنې او ځان سوځونې د پېښو په بڼه راڅرګندېدې، خو اوس ډېرې ښځې د خپلو مېړونو له خوا وژل کېږي او یا پزې او شونډې يې غوڅېږي.

تېره اوونۍ هم د ښځو په وړاندې تر ټولو خونړۍ  ثابته شوه، داسې چې په بادغیس او هرات کې درې ښځې د خپلو مېړونو له خوا له بد تاوتریخوالي سره مخ شوې. په هرات کې يوه مېرمن چې ستاره نومېده، مېړه يې ترې پزه او پاسنۍ شونډه پرې کړې او په بادغیس کې يوه سړي بيا خپله مېرمن په تبر وژلې ده.

ظاهرا د دواړو پېښو ترسره کوونکي تښتېدلي او پولیس يې په نیولو نه دي توانېدلي، خو دا په تېرو دولسو کلونو کې کومه نوې خبره نه ده، ځكه ډېر کم داسې پېښ شوي چې پولیس دې داسې مجرمين په لنډ یا اوږد مهال کې ونیسي.

زموږ په تېرو ۱۲ کلونو کې د ښځو له حقونو د دفاع د بېلابېلو دولتي او غیر دولتي ادارو په رامنځته کېدو، دا تمه وه چې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي کچه به نه یوازې راکمه شي، بلکې له منځه به ولاړه شي. خو سره د دومره هلو ځلو بيا هم د تاوتریخوالي پېښې کال په کال ډېرې شوې.

د مدني ټولنو او بشري حقونو د سازمانونو یو شمېر غړي په دې باور دي چې په هېواد کې موجوده بې وزلي، په نشه يي توکو د روږدو کسانو ډېرېدل او د قوانینو نه پلي کول د دې باعث شوي چې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي پېښې له كنټروله وباسي. موږ هم په دې باور يو چې بې وزلي او د ځینو نارینه و رواني ستونزې او په نشه يي توکو روږدتیا کېدای شي، د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي رامنځته کېدو سببونه وګڼل شي، خو د پراخېدو یو اصلي سبب يې د مجرمینو په وړاندې د قوانینو نه پلي کول دي.

په دې لړ كې د مدني ټولنو غړي او د ښځو د حقونو د ملاتړ ادارې هم ډېر ځله دا شکایت کوي چې قضايي ادارو په تېرو کلونو کې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي ترسره کوونکو ته داسې سزا نه ده ټاکلې چې د نورو لپاره د عبرت درس وګرځي.

دوی وايي، که چېرته يو څو کسان چې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي پېښې رامنځته کوي له سختې سزا سره مخ شي، نور څوک بیا دا جرئت نه کوي چې د داسې پېښو تر سره كوونكي وګرځي.

د دوى له انده د افغانستان لوېديځې سيمې یو له هغو سیمو څخه دي چې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي زیاتې پېښې په كې په بېلا بېلو ډولو رامنځته كېږي. مدني فعالان او منتقدين زياتوي، په هرات كې سره له دې چې د ښځو د حقونو د دفاع بېلابېلې څانګې فعاله دي خو دا څو کاله کېږي چې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي ډېرې پېښې په كې ثبتېږي.

اړوندې ادارې كه څه هم وخت ناوخته د دوى انتقادونه او د پېښو زياتېدلو ته ځان جدي ښيي او مني يې، خو هېڅکله يې د داسې پېښو د مخنیوي لارې چارې په سمه توګه نه دي په ګوته کړي او نه يې هم په سمه توګه د دې پېښو عوامل څېړلي دي.

په کار ده چې دولت او په دې برخه کې اړوندې غیر دولتي ادارې په ګډه لومړی د داسې پېښو د ترسره کېدو اصلي سببونه په ګوته او بیا يې د مهارولو هڅه وکړي. تر هغه چې د دولت په کچه قضايي ادارې د جدي غبرګون ښودلو وړتیا خپله نه کړي، نو دا ګرانه ده چې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي پېښې کابو کړای شي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA