د پاکستان په ستر ښار کراچۍ کې تېره شپه د پوليسو پر يوه موټر ځانمرګى بريد شوى، چې له كبله يې دوه تنه وژل شوي او د يوه لوړ پوړي پوليس افسر په ګډون شاوخوا پينځلس تنه ټپيان دي.
د پاکستان په ستر ښار کراچۍ کې تېره شپه د پوليسو پر يوه موټر ځانمرګى بريد شوى، چې له كبله يې دوه تنه وژل شوي او د يوه لوړ پوړي پوليس افسر په ګډون شاوخوا پينځلس تنه ټپيان دي.
دغه بريد د کراچۍ ښار لوېديځ لور ته په زړه سبزي منډۍ کې «پښتون څلورلارې» ته نژدې د يوه لوړ پوړي پوليس افسر پر موټر شوى دى.
د پوليسو يو مشر منير شېخ وايي، پوليس افسر شفيق تنولي په خپل موټر کې کور ته رسېدلى وو، چې يو موټر سايکل يې له موټر سره ټکر شو او زوروره چاودنه وشوه.
د هغه په وينا، چاودنې د ياد پوليس موټر ته سخت زيان ورساوه، خو خپله هغه په سخت ټپي حالت کې ترې را وايستل شو.
د ياد شوي پوليس افسر پر موټر پخوا هم بريد شوى، خو نوموړى ترې روغ رمټ وتلى و.
د دې بريد مسووليت تر اوسه کومې وسلوالې ډلې نه دى منلى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


