امريکايي لوړ رتبه چارواکو يوځل بيا له افغانستان سره د امريکا د امنيتي سند پر ژر لاسليکېدو ټينګار وکړ. د امريکا د دفاع وزير چک هيګل او د پوځ لوى درستيز جنرال مارټين ډيمپسي په پنټاګون کې د ډسمبر په ۱۹مه په وروستي خبري کنفرانس کې پر افغان
امريکايي لوړ رتبه چارواکو يوځل بيا له افغانستان سره د امريکا د امنيتي سند پر ژر لاسليکېدو ټينګار وکړ.
د امريکا د دفاع وزير چک هيګل او د پوځ لوى درستيز جنرال مارټين ډيمپسي په پنټاګون کې د ډسمبر په ۱۹مه په وروستي خبري کنفرانس کې پر افغان مشرانو غږ وکړ، چې دغه سند ژر تر ژره لاسليک کړي.
هيګل وويل، د دغه تړون لاسليکېدل به امريکايي او متحدينو چارواکو ته د دې امکان برابر کړي، چې د پلان جوړلو او له ۲۰۱۴ ميلادي کال وروسته په افغانستان کې د پاتې کېدو د انتخاب لپاره کافي وخت ولري.
هغه زياته كړه، متحده ايالات تراوسه په جګړه کې دي او د دفاع وزارت چارواکي د افغانستان پر جګړې تمرکز ته دوام ورکوي.
د امريكا د پوځ لوى درستيز جنرال مارټين ډيمپسي وايي، افغان امنيتي ځواکونه پياوړي شوي او تقريباً په ټولو سيمو کې پرطالبانو برلاسي دي، خو د لوژستيک، استخباراتو، مشورې او د ټرانسپورټ په برخو کې مرستې ته اړتيا لري.
جمهوررئيس حامد كرزى پر خپلو شرطونو ټينګار كوي او وايي، امريکا دې د افغانانو پر کورونو عمليات بند کړي او له طالبانو سره دې عملي سولې ته لاره پرانېزي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


