د پاکستاني طالبانو تحريک د خبرواترو لپاره د نوازشريف د حکومت وړانديز رد کړ. د دې تحريك مشر ملا فضل الله ويلي، له حکومت سره خبرې بې معنا او بې ګټې دي.
د پاکستاني طالبانو تحريک د خبرواترو لپاره د نوازشريف د حکومت وړانديز رد کړ.
د دې تحريك مشر ملا فضل الله ويلي، له حکومت سره خبرې بې معنا او بې ګټې دي.
هغه اعلان وکړ، چې يو ځل بيا خبردارى ورکوي، چې د پاکستان حکومت به وپرزوي او پرځاى به يې د شرعي نظام د واکمنولو لپاره خپلو هلو ځلو او فعاليتونو ته دوام ورکړي.
پاكستاني طالبانو دا خبردارى يوازې څو ساعته وروسته له دې ورکړ، چې د لومړي وزير نوازشريف حکومت اعلان وکړ، چې له طالبانو سره خبرواترو ته ترجېح ورکوي.
د پاکستان د مرکزي کابينې د ملي امنيت کمېټې تېره ورځ پرېکړه کړې، چې په دغه هېواد کې د ترهګرۍ د پاى ته رسولو لپاره به په لومړي ګام کې له طالبانو سره د خبرو اترو هڅه کوي او که خبرو نتيجه ورنه کړه، بيا به له قوې او پوځي عملياتو څخه کار اخلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

