ads

راولپنډۍ کې ځانمرګي بريد ۴ تنه وژلي

د پاکستان د پنجاب ايالت په راولپنډۍ ښار کې تېره شپه د شيعه ګانو له يوې تکيه خانې سره نژدې ځانمرګي بريد څلور تنه وژلي او ۱۳ نور يې ټپيان كړي دي. د پاکستان د پنجاب ايالت په راولپنډۍ ښار کې تېره شپه د شيعه ګانو له يوې تکيه خانې سره نژدې ځانمرګي بريد څلور […]

نویسنده: TKG
27 لیندۍ 1392
راولپنډۍ کې ځانمرګي بريد ۴ تنه وژلي

د پاکستان د پنجاب ايالت په راولپنډۍ ښار کې تېره شپه د شيعه ګانو له يوې تکيه خانې سره نژدې ځانمرګي بريد څلور تنه وژلي او ۱۳ نور يې ټپيان كړي دي.

د پاکستان د پنجاب ايالت په راولپنډۍ ښار کې تېره شپه د شيعه ګانو له يوې تکيه خانې سره نژدې ځانمرګي بريد څلور تنه وژلي او ۱۳ نور يې ټپيان كړي دي.

د راولپنډۍ يوه امنيتي چارواکي ويلي، ځانمرګي مخکې له دې، چې تکيه خانې ته ننوځي، د تلاشۍ په يوه پوسته کې ځان الوځولی دی.

د هغه په وينا، په دې بريد كې د دغې پوستې د مشر او يوه پوليس په ګډون څلور تنه وژل شوي دي.

د ځانمرګي بريد له كبله د پېښې په ځای کې ولاړو زياتو موټرو او موټرسايکلونو ته زيان اوښتی دی.

تر اوسه کومې ډلې د دغه بريد پړه پر غاړه نه ده اخيستې.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA