د ناټو يو لوړ پوړى قومندان وايي، که د افغانستان جهموررئيس حامد کرزي له امريکا سره امنيتي سند لاسليك نه كړ، ناټو به له راتلونکي پسرلي څخه له افغانستانه د خپلو پوځيانو د بشپړ ايستلو پلان جوړ کړي.
د ناټو يو لوړ پوړى قومندان وايي، که د افغانستان جهموررئيس حامد کرزي له امريکا سره امنيتي سند لاسليك نه كړ، ناټو به له راتلونکي پسرلي څخه له افغانستانه د خپلو پوځيانو د بشپړ ايستلو پلان جوړ کړي.
د رويټرز خبري اژانس د راپور له مخې، په اروپا کې د ناټو ګډ اعلى قومندان د امريکا د هوايي ځواک جنرال فليپ بريدلوف په برلين كې وويل، د ټولو پوځيانو د ايستلو پلان به راتلونکى پسرلى، د اپرېل په مياشت کې، چې په افغانستان کې ټاكنې ترسره کېږي، جوړ شي.
د هغه په وينا، دا چې ناټو له ۲۰۱۴ كال وروسته په افغانستان کې لږ شمېر روزونکي پرېږدي او که هېڅ سرتېري نه پرېږدي، دا هغه مسئله ده، چې په راتلونکي پسرلي کې به څرګنده شي.
ناټو په ځلونو ويلي، چې د افغانستان او امريکا له امنيتي موافقې پرته په افغانستان کې پوځيان نه شي پرېښودلى، خو جمهوررئيس کرزى لا هم پر خپلو دوو اساسي غوښتنو ټينګار کوي، چې د افغانانو پر کورونو دې د بهرنيو پوځيانو عمليات ودرېږي او له طالبانو سره دې د سولې بهير پيل شي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

