ټاكل شوې ده، چې نن په كابل كې د افغانستان او پاكستان د پارلماني ډلو ګډه دوه ورځنۍ غونډه پيل شي.
ټاكل شوې ده، چې نن په كابل كې د افغانستان او پاكستان د پارلماني ډلو ګډه دوه ورځنۍ غونډه پيل شي.
د افغانستان د مشرانو جرګې منشي سيد فرخ شاه وايي، په دې غونډه كې د ګډون لپاره د پاكستان د مشرانو او ولسي جرګو ۱۲ كسيز پلاوى كابل ته رارسېدلى دى.
د هغه په وينا، تر دې مخکې د دواړو هېوادونو د پارلمانونو ترمنځ نهه دا ډول غونډې شوې دي او دا يې لسمه ده.
نوموړي د دې ګډې غونډې هدف د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو پياوړتيا او د بې باورۍ له منځه وړل په ګوته کړل.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

