ads

پېښور کې چاودنې درې تنه بم شنډوونکي وژلي

د خيبر پښتونخوا ايالت د مرکزي ښار پېښور په بډه بېره سيمه كې بمي چاودنې د بم شنډولو ادارې درې كاركوونكي وژلي دي. وژل شويو کې د بم شنډولو ادارې يو مشر عبدالحق خان هم شامل دى. د خيبر پښتونخوا ايالت د مرکزي ښار پېښور په بډه بېره سيمه كې بمي چاودنې د بم شنډولو […]

نویسنده: TKG
25 لیندۍ 1392
پېښور کې چاودنې درې تنه بم شنډوونکي وژلي

د خيبر پښتونخوا ايالت د مرکزي ښار پېښور په بډه بېره سيمه كې بمي چاودنې د بم شنډولو ادارې درې كاركوونكي وژلي دي. وژل شويو کې د بم شنډولو ادارې يو مشر عبدالحق خان هم شامل دى.

د خيبر پښتونخوا ايالت د مرکزي ښار پېښور په بډه بېره سيمه كې بمي چاودنې د بم شنډولو ادارې درې كاركوونكي وژلي دي.

وژل شويو کې د بم شنډولو ادارې يو مشر عبدالحق خان هم شامل دى.

پوليس وايي، دوى ته په شېخ محمدي سيمه کې د يوه بم د شتون رپوټ ورکړل شوى و او دوى د بم شنډولو لپاره هغې سيمې ته پر لاره وو، چې د سپرلۍ موټر يې د ريموټ کنټرول بم ښکار شو.

د پېښور ښار بډه بېره سيمه له قبايلي سيمو خيبر اېجنسۍ او ادم خېلو درې سره جوخته پرته سيمه ده او له همدې كبله سخت دريځي کولاى شي، دغې سيمې ته په اسانۍ تګ راتګ وکړي.

تېر کال سپټمبر کې د بم شنډولو ادارې يو کارکوونکى هم همدغه سيمه کې د يوه بم شنډولو پر مهال د چاودنې په پايله کې ټپي شو، چې وروسته يې ساه ورکړه.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA