ads

پکتیا کې د یوې پروژې پیسې ورکې دي

د پکتيا پريس کلب غړيو ته د دې ولايت د کار او ټولنيزو، شهيدانو او معلولينو چارو رياست اړوند د يوې تر سره شوې پروژې په اړه د فساد کره اسناد او شواهد په لاس ورغلي چې په ښکاره ډول په کې د اداري فساد ثبوتونه شامل دي.     د پکتيا پريس کلب غړيو […]

نویسنده: TKG
25 لیندۍ 1392
پکتیا کې د یوې پروژې پیسې ورکې دي

د پکتيا پريس کلب غړيو ته د دې ولايت د کار او ټولنيزو، شهيدانو او معلولينو چارو رياست اړوند د يوې تر سره شوې پروژې په اړه د فساد کره اسناد او شواهد په لاس ورغلي چې په ښکاره ډول په کې د اداري فساد ثبوتونه شامل دي.

 

 

د پکتيا پريس کلب غړيو ته د دې ولايت د کار او ټولنيزو، شهيدانو او معلولينو چارو رياست اړوند د يوې تر سره شوې پروژې په اړه د فساد کره اسناد او شواهد په لاس ورغلي چې په ښکاره ډول په کې د اداري فساد ثبوتونه شامل دي.

د حرفوي زده کړو دغه شپږ مياشتنۍ پروژه د کار او ټولنيزو چارو رياست له لوري د اړوند وزارت له خوا په سيد کرم ولسوالۍ کې د هغو ۲۰۰ کسانو له پاره د کار پيدا کېدو په هدف ډيزاين شوې وه چې  د سولې له بهير سره يو ځای او يا له جګړې  څخه په بشپړ ډول  لاس په سر شوي وي.

په اسنادو کې د دې پروژې ټوله بودجه  دوه لکه دوه پنځوس زره شپږسوه يو اتيا امريکايي ډالره ښودل کېږي، خو په بشپړه پروژه يوازې پنځوس زره امريکايي ډالره لګول شوي او پاتې نور يې د اسنادو له مخې ورک دي.

د سيدکرم ولسوالۍ اوسېدونکي او قومي مشران هم د کار او ټولنيزو، شهيدانو او معلولينو چارو رياست او ولايتي اداره په فساد تورنوي.

د دې ولسوالۍ يو تن قومي مشر حاجې ميرزا وايي، په دې اړه يې ولايتي اداره خبره کړې، خو په وينا يې لا هم د دې پروژې په اړه ښکاره اقدامات نه دي شوي.

نوموړی وايي: ((موږ ولايت ته د دې پروژې په اړه شکايت وکړ، هغوی څارنوالۍ ته ولېږلو، څارنوالي مو کله په يوه بهانه، کله په بله بهانه تېرباسي، د ولايت له ادارې يې را ونيسه، تر قومي مخورو ټول په اداري فساد ککړ دي.))

د پکتيا د ولايتي شورا غړي هم د کار او ټولنيزو، شهيدانو او معلولينو چارو رياست د سيدکرم په ولسوالۍ کې د حرفوي زده کړو د پروژې په تر سره کېدو کې په فساد تورنوي. د دې شورا مرستيال ډاکتر المير بهرامزوی وايي، د دې رياست يوازې دا پروژه نه ده چې په لويه کچه فساد په کې کېږي، بلکې اکثره چارې يې له فساد سره ملې تر سره کېږي. دی وايي: ((د دې رياست د مامورينو له لوري په لويه کچه فساد کېږي، دا دومره فاسده اداره ده چې ساری نه لري، موږ يې له چارو ناراضه يوو.))

د کار او ټولنيزو چارو رئيس عبدالصمد مصلح په خپلو خبرو کې  بیا وايي چې د دې پروژې د پلي کوونکې ادارې( معتبر خیریه موسسه) مسوولين يې څارنوالۍ ته معرفي کړي، خو تر اوسه پورې هغوی دې مسئلې ته ځواب نه دی ويلی. نوموړی مني چې پروژه د پلان مطابق نه ده پلې شوې. مصلح وايي چې د دې پروژې لپاره د اړوند وزارت له لوري بودجه ځانګړې شوې وه او قرارداد يې د ولايتي ادارې له لورې شوی دی. مصلح زیاتوي :((موږ پلې کوونکې اداره څارنوالۍ ته ور پېژندلې، موږ د ولايت په هدايت يو ځل دا پروژه ودروله، خو بيا يې پلې کوونکې ادارې په خپل سر چارې پيل کړې، دا چې په دې اړه وروسته څه کېږي، دا به بيا څارنوالي سپينوي.))

د سيدکرم په ولسوالۍ کې د حرفوي زده کړو په دې پروګرام کې نلدواني، د موټرونو مستري توب، وېرينکاري، ترکاڼي او خياطي شاملې حرفې وې چې له جګړو څخه د لاس په سر شويو ځوانانو او د سولې راوستو په هدف پيل شوی و.

د سيدکرم ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، د دې پروژې د فساد په اړه چې ولايتي اداره خبره شوې، په فساد تورنو کسانو ته يې له هغه وروسته ساتونکي هم ورکړي دي. په پکتيا کې دا يوازينۍ پروژه نه ده چې په لويه کچه فساد په کې کېږي، بلکې له دې وړاندې هم په وارونو، وارونو په وړو او لويو پروژو کې په لويه کچه د اداري فساد راپورونه ورکړل شوي دي، خو مرکزي حکومت لا هم په دې ولايت کې د بدلون او سمون هڅه نه ده کړې.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA