ads

سوريه كې د دولتي ځواكونو هوايي بريدونو ۳۶ تنه وژلي

د سوريې په شمالي ښار حلب كې د دولتي ځواکونو په هوايي بريدونو کې لږترلږه ۳۶ تنه، چې تقريباً نيمايي يې ماشومان دي، وژل شوي دي. د سوريې د بشري حقونو د څار ټولنه وايي، پوځي الوتكو له چاودېدونکو توكو ډک بېرلونه د حلب د استوګنې پر هغو سيمو وغورځول، چې د وسله والو مخالفينو […]

نویسنده: TKG
25 لیندۍ 1392
سوريه كې د دولتي ځواكونو هوايي بريدونو ۳۶  تنه وژلي

د سوريې په شمالي ښار حلب كې د دولتي ځواکونو په هوايي بريدونو کې لږترلږه ۳۶ تنه، چې تقريباً نيمايي يې ماشومان دي، وژل شوي دي. د سوريې د بشري حقونو د څار ټولنه وايي، پوځي الوتكو له چاودېدونکو توكو ډک بېرلونه د حلب د استوګنې پر هغو سيمو وغورځول، چې د وسله والو مخالفينو

د سوريې په شمالي ښار حلب كې د دولتي ځواکونو په هوايي بريدونو کې لږترلږه ۳۶ تنه، چې تقريباً نيمايي يې ماشومان دي، وژل شوي دي.

د سوريې د بشري حقونو د څار ټولنه وايي، پوځي الوتكو له چاودېدونکو توكو ډک بېرلونه د حلب د استوګنې پر هغو سيمو وغورځول، چې د وسله والو مخالفينو په ولکه کې دي.

فعالانو د سوځول شويو موټرو او ويجاړو ودانيو هغه انځورونه پر انټرنټ خپاره کړي، چې دوى وايي، له بريدونو وروسته يې اخيستي دي.

په سوريه کې د بشري حقونو مدافع ټولنه، چې مرکز يې په لندن کې دى، همدارنګه وايي،  له چهارشنبې ورځې راهيسې، چې وسله والو مخالفينو د دمشق د شمال ختيځ په عدرا Adra  ښار ګوټي کې پوځي عمليات پيل کړل، تراوسه ۲۸ تنه هلته وژل شوي دي.

د سوريې په نژدې دوه نيم کلن کړکېچ کې د حکومت او مخالفينو په نښتو کې له ۱۰۰ زرو زيات کسان وژل شوي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA