ads

سرتاج عزيز: طالبان د افغانستان له حکومت سره خبرې نه کوي

په بهرنيو او امنيتي چارو کې د پاکستان د لومړي وزير نواز شريف سلاکار سرتاج عزيز وايي، د افغانستان د سولې د عالي شورا او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو لپاره د پاکستان له هڅو سره سره وسله وال طالبان نه غواړي، چې خبرې پيل کړي. په بهرنيو او امنيتي چارو کې د پاکستان […]

نویسنده: TKG
25 لیندۍ 1392
سرتاج عزيز: طالبان د افغانستان له حکومت سره خبرې نه کوي

په بهرنيو او امنيتي چارو کې د پاکستان د لومړي وزير نواز شريف سلاکار سرتاج عزيز وايي، د افغانستان د سولې د عالي شورا او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو لپاره د پاکستان له هڅو سره سره وسله وال طالبان نه غواړي، چې خبرې پيل کړي.

نوموړي د پاکستان اېکسپرېس ټريبيون ورځپاڼې سره په مركه كې ويلي، د افغان طالبانو اساسي دريځ دا دى، چې دوى د کابل حکومت او اساسي قانون په رسميت نه پېژني.

هغه وايي، په کار ده له طالبانو سره، چې ډېرى مشران يې په افغانستان او يا قطر کې دي، غير رسمي تماسونه ونيول شي او په وينا يې، د افغانستان حکومت دا کار کولى شي.

نوموړي زياته كړې، دوى پر افغان طالبانو كنټرول نه لري او له اوږدې مودې راهيسې ترې غوښتنه كوي، چې د سولې له عالي شورا سره خبرې وكړي، خو هغوى يې غوښتنه نه مني.

سرتاج عزيز او نورو پاکستاني چارواکو تر دې مخکې په ځلونو ويلي، چې پاکستان د افغانستان د سولې په بهير کې مهم رول لوبولى شي او حاضر دى، چې د افغانستان د سولې له عالي شورا سره د طالبانو د خبرو اترو زمينه برابره کړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA