ads

جان کېري: كرزى او يا به د هغه ځاى ناستى امنيتي سند لاسليک کړي

د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان كېري وايي، باور لري، چې افغان چارواکي به له امريکا سره امنيتي سند لاسليک کړي، څو پر بنسټ يې له ۲۰۱۴ كال وروسته نړيوال سرتېري په افغانستان کې پاتې شي. د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان كېري وايي، باور لري، چې افغان چارواکي به له امريکا سره […]

نویسنده: TKG
25 لیندۍ 1392
جان کېري: كرزى او يا به د هغه ځاى ناستى امنيتي سند لاسليک کړي

د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان كېري وايي، باور لري، چې افغان چارواکي به له امريکا سره امنيتي سند لاسليک کړي، څو پر بنسټ يې له ۲۰۱۴ كال وروسته نړيوال سرتېري په افغانستان کې پاتې شي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان كېري وايي، باور لري، چې افغان چارواکي به له امريکا سره امنيتي سند لاسليک کړي، څو پر بنسټ يې له ۲۰۱۴ كال وروسته نړيوال سرتېري په افغانستان کې پاتې شي.

جان کېري د امريکا اې بي سي ټلويزيون سره په مركه كې، چې تېره ورځ خپره شوه، وويل، باور لري چې يا به جمهوررئيس حامد كرزى او يا به د هغه ځاى ناستى دا سند لاسليك كړي.

جمهوررئيس کرزي د هند د سفر په ترڅ کې يو ځل بيا ټينګار وكړ، تر څو چې امريكا د ده دوه اساسي شرطونه نه وي منلي، دا سند به لاسليک نه کړي.

د افغانانو پر کورونو د عملياتو بندېدل او د جګړې د پاى ته رسولو لپاره له طالبانو سره د سولې د خبرو پيلېدل د جمهوررئيس کرزي اساسي شرطونه دي.

امريکايي چارواکو په ضمني ډول ويلي، چې که افغان حكومت امنيتي سند ورسره لاسليک نه کړي، نو بارک اوباما به له افغانستانه د ټولو سرتېرو د ايستلو پرېکړه وکړي، خو جان كېري وويل، چې د امنيتي سند نه لاسليکول به د افغانستان په جګړه کې پر پرمختګ منفي اغېز وشيندي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA