د اروپايي ټولنې چارواکو له اوکراين سره د يوۀ تړون په اړه، چې پراخ سوداگريز او سياسي اړخونه لري، خبرې اترې ځنډولې دي. اروپايي ټولنه وايي، اوکراين خبرو اترو ته کافي ژمن نه برېښي.
د اروپايي ټولنې چارواکو له اوکراين سره د يوۀ تړون په اړه، چې پراخ سوداگريز او سياسي اړخونه لري، خبرې اترې ځنډولې دي.
اروپايي ټولنه وايي، اوکراين خبرو اترو ته کافي ژمن نه برېښي.
دا پرېکړه په داسې يوۀ مهال کې مخې ته راځي، چې د اوکراين سلگونه زره وگړو په پايتخت كيف کې د حکومت په خلاف او پلوۍ لاريونونه وكړل.
د اروپايي ټولنې دا پرېکړه د اوکراين پر جمهوررئيس ويكتور يانوكويچ يو گوزار بلل کېداى شي.
يانوکويچ ويلي، غواړي له اروپا سره تړون لاسليک کړي، خو ځکه يې ځنډوي، چې په دې برخه کې بايد اوکراين ته ښه شرايط ومنل شي.
د هغه په وينا، پلان لري، چې د روانې اونۍ په اوږدو کې مسکو ته سفر وکړي او داسې يو سند لاسليک کړي، چې اوکرايني چارواکي يې له روسيې سره مهم لوى سوداگريز تړون بولي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


