په نوي ډيلي كې د افغانستان سفير وايي، چې هند له افغان امنيتي ځواکونو سره د وسلو او مهماتو مرسته کوي. شيدا محمد ابدالي ازادۍ راډيو ته ويلي، هند دا پوځي مرستې د کابل او نوي ډيلي ترمنځ د امنيتي او دفاعي همکاريو د پراخوالي د موافقې له مخې کوي.
په نوي ډيلي كې د افغانستان سفير وايي، چې هند له افغان امنيتي ځواکونو سره د وسلو او مهماتو مرسته کوي.
شيدا محمد ابدالي ازادۍ راډيو ته ويلي، هند دا پوځي مرستې د کابل او نوي ډيلي ترمنځ د امنيتي او دفاعي همکاريو د پراخوالي د موافقې له مخې کوي.
د هغه په وينا، د هند او افغان حکومت پوځي تخنيکي ټيمونه به د سپکو او درنو وسلو پر هغه لېست کار وکړي، چې افغان حکومت هند ته سپارلى دى.
جمهوررئيس حامد كرزي د سيمه ييزو اړيکو د پراخوالي په هدف په دې وروستيو کې د پاکستان له لومړي وزير سره کتلي، ايران ته يې سفر كړى او تېره پنجشنبه هند تللى دى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


