په بهرنيو او امنيتي چارو کې د پاکستان د لومړي وزير نواز شريف سلاکار سرتاج عزيز وايي، هند او ايران ته په کار دي، چې په افغانستان کې د کومې ځانګړې ډلې ټپلې ملاتړ ونه کړي.
په بهرنيو او امنيتي چارو کې د پاکستان د لومړي وزير نواز شريف سلاکار سرتاج عزيز وايي، هند او ايران ته په کار دي، چې په افغانستان کې د کومې ځانګړې ډلې ټپلې ملاتړ ونه کړي.
نوموړي د شنبې په ماښام په اسلام اباد کې د سفما لخوا د افغانستان او پاکستان د پارلمان غړيو او د دواړو هېوادونو ژورنالېستانو لپاره جوړ سيمينار ته د وينا پر مهال وويل، پاکستان په افغانستان کې د نه لاسوهنې پر پاليسۍ ولاړ دى او دوى غواړي، چې د دغه هېواد نور ګاونډي هېوادونه او هند هم په دغه هېواد کې د کومې ډلې ملاتړ ونه کړي.
نوموړي يو ځل بيا د افغانستان د سولې له پروسې سره د پاکستان پر مرستې ټينګار وکړ او ويې ويل، په وروستيو کې د طالب بنديانو خوشې کول ښيي، چې پاکستان د افغانستان د سولې له پروسې سره رښتينې همکاري کوي او دوى به دې همکارۍ ته دوام ورکړي.
سرتاج عزيز دا څرګندونې په داسې وخت کې کړې دي، چې جهموررئيس حامد کرزى دا مهال په هند كې دى او ددغه هېواد له لومړي وزير من موهن سينګ او نورو چارواکو سره يې کتلي او د سيمې پر وضعيت يې ورسره خبرې کړې دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


