ads

انتقالي عدالت؛ د سولې د ټینګښت یوازنۍ لاره

له اوږدې چوپتيا وروسته يو وار بيا د انتقالي عدالت بحثونه اورېدل كېږي او بېلا بېلې ټولنې په دې هڅه كې دي چې د انتقالي عدالت غږ حكومت او نړيوالې ټولنې ته ورسوي. له اوږدې چوپتيا وروسته يو وار بيا د انتقالي عدالت بحثونه اورېدل كېږي او بېلا بېلې ټولنې په دې هڅه كې دي […]

نویسنده: TKG
24 لیندۍ 1392
انتقالي عدالت؛ د سولې د ټینګښت یوازنۍ لاره

له اوږدې چوپتيا وروسته يو وار بيا د انتقالي عدالت بحثونه اورېدل كېږي او بېلا بېلې ټولنې په دې هڅه كې دي چې د انتقالي عدالت غږ حكومت او نړيوالې ټولنې ته ورسوي.

له اوږدې چوپتيا وروسته يو وار بيا د انتقالي عدالت بحثونه اورېدل كېږي او بېلا بېلې ټولنې په دې هڅه كې دي چې د انتقالي عدالت غږ حكومت او نړيوالې ټولنې ته ورسوي.

د دې لړۍ په دوام يو تازه اقدام دا دی چې تېره اوونۍ د افغانستان د دادخواهۍ ټولنې (ادا) د جنګي جنايتونو يو ۱۰ زره انځوريز نندارتون په دارالامان ماڼۍ كې پرانست.

په دغه نندارتون كې چې لګښت يې د قربانيانو د كورنيو لخوا وركول شوى، د ليدونكو پر وړاندې د تېرو لسيزو د  بشپړ ناورين داستان، د تصويرونو په ژبه وړاندې شو. د نندارتون د جوړوونكو غوښتنه دا وه چې نور بايد د افغانستان په ۳۰ كلن ناورين كې هغه په جنايت ككړې څېرې چې لا هم په واك كې دي، افشا شي.

د ((ادا)) ادارې مشرې ويدا احمد وويل، په دې نندارتون كې يې د كمونیستي رژيم، تنظيمي جګړو، د طالبانو د واكمنۍ او په افغانستان كې د امريكايي ځواكونو د جنايتونو پر مهال اخستل شوي بشپړ انځورونه راټول كړي دي.

د نندارتون له ټكان وركوونكو انځورونو څخه يو يې داسې و چې ظاهرا يو طالب له كوم چا دواړه لاسونه غوڅ كړي او له ځان سره يې لېږدوي. يو بل انځور بيا په ۱۳۶۰ كال د ډله ييز قبر د راسپړنې او مړو كيسه كوي، دغه راز په هېواد كې د عام المنفعه تاسيساتو د سوځونې او ويجاړۍ بې شمېره عكسونو هم كتونكو ته د تېرې جګړې عيني ثبوتونه په لاس وركول.

د نندارتون مسوولين وايي، د دې انځورونو راټولونه يې په ۲۰۰۷ كال د فیسبوك او قربانيانو له كورنيو پيل كړه. دوى وايي د تصويرونو د نندارې لپاره يې د دارالامان نړېدلې ماڼۍ ځكه وټاكله چې دا ماڼۍ د ډاكټر نجيب الله د حكومت له سقوط وروسته د ويجاړيو په يوه ستره نښه بدله شوه.

د نندارتون مشرې ويدا احمد د خپل دې اقدام د اهميت په اړه وويل: (( د امريكا اوسنۍ بمبارۍ، خپل سرې تالاشۍ، ځانمرګي بريدونه او جنسي تيري هغه جنګي جرمونه دي چې هيڅ به ونه بښل شي، موږ د دوى عكسونه هم وړاندې كړل، موږ بايد چې په هر ډول وي د دې عاملين محكمې ته راكاږو، دا نندارتون يو ډول مظاهره هم ده او اهميت يې دا دى چې هر څومره ډېر ګډونوال ولري د جنايتكارانو د افشا ګرۍ كمپاين زور نيسي.))

په دغه نندارتون كې پخپله د جګړې قربانيانو هم برخه اخستې وه او له دولته يې په كلكه غوښتنه كوله چې ژر تر ژره د انتقالي عدالت په پلي كولو كې ګام پورته كړي.

اخوا حقوقي شنونكي او فعالان هم ټينګار كوي چې بايد د انتقالي عدالت د پروسې په اړه بحثونه ادامه پيدا كړي، دوى وايي افغانان بايد راتلونكى حكومت سر له وخته په دې قانع كړي چې انتقالي عدالت پلى او له جنګي مجرمينو سره د حساب او كتاب طرحه جوړه كړي.

مدني فعال عارف الله حقپرست هم په دې ټينګار كوي چې نور بايد د انتقالي عدالت موضوع  جدي ونيول شي: ((اوسنى حكومت چې ورځې يې لږې پاتې دي په دې برخه كې تر اوسه په مصلحتونو كې ګېر پاتې و، خو كه ولس دا مسئله جدي ونيوله بيا راتلونكي حكومتونه اړ دي چې په مصلحتونو كې جنايتكاران له پامه وغورځوي.))

نوموړى د انتقالي عدالت بحثونه له دې كبله هم ارزښتناك بولي چې ټاكنې را نږدې او د جمهوري رياست كانديدان هم د بدلون راوستلو وعدې ډېرې تكراروي: ((زه وايم اوسني مطرح كانديدان بايد د ورته كمپاينونو له لارې دې ته اړ شي چې انتقالي عدالت ته په خپلو برنامو كې ځاى وركړي او د عملي كولو ژمنې يې وكړي، خو كه دا مسئله همداسې پاتې شوه، نو جنايتكاران به خداى مه كړه نور هم په دې  ډاډه شي چې ګواكې د چا پر وړاندې حساب او كتاب نه لري.))

د انتقالي عدالت د پلي كولو غوښتنې په داسې حال كې زور اخلي چې د روان كال د لړم په ۲۵مه كليد ګروپ هم له كابل پوهنتون سره په ګډه د سولې، پخلاينې او انتقالي عدالت نړيوال سمينار جوړ كړ، په دغه درې ورځني سمينار كې د كورنيو فعالانو تر څنګ د سيمې او نړۍ په كچه حقوقپوهانو برخه اخستې وه او د نړۍ په هېوادونو كې د انتقالي عدالت بريالۍ تجربې يې له افغانانو سره شريكې كړې. د سمينار ګډونوالو ټينګار كاوه چې په هېواد كې د سولې راوستلو يوازنۍ لاره د انتقالي عدالت تطبيقول دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA