ads

هند پر افغانستان د فشار له راوړلو سره مخالفت وکړ

جمهور رئيس حامد کرزي د هند له لومړي وزير من موهن سينګ سره د كابل او واشنګټن ترمنځ د امنيتي سند په اړه خبرې وكړې، خو  ورپسې د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزارت وياند سيد اکبر الدين وويل، د هند دريځ دا نه دى، چې پر افغانستان فشار راوړي او نه غواړي، چې په […]

نویسنده: TKG
23 لیندۍ 1392
هند پر افغانستان د فشار له راوړلو سره مخالفت وکړ

جمهور رئيس حامد کرزي د هند له لومړي وزير من موهن سينګ سره د كابل او واشنګټن ترمنځ د امنيتي سند په اړه خبرې وكړې، خو  ورپسې د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزارت وياند سيد اکبر الدين وويل، د هند دريځ دا نه دى، چې پر افغانستان فشار راوړي او نه غواړي، چې په دې مسئله کې دخالت يا قضاوت

جمهور رئيس حامد کرزي د هند له لومړي وزير من موهن سينګ سره د كابل او واشنګټن ترمنځ د امنيتي سند په اړه خبرې وكړې، خو  ورپسې د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزارت وياند سيد اکبر الدين وويل، د هند دريځ دا نه دى، چې پر افغانستان فشار راوړي او نه غواړي، چې په دې مسئله کې دخالت يا قضاوت وکړي.

د (هندو) ورځپاڼې د رپوټ له مخې، اکبرالدين وايي، دوى ډاډه دي، چې جمهوررئيس  ځيرک او پوه مشر دى او دوى به هغه څه وكړي، چې د افغانستان د خلکو په خير او د افغانستان په اړه د هند له تګلارې سره سم وي.

په نوي ډيلي کې د افغانستان سفير شيدا محمد ابدالي وايي، جمهوررئيس حامد کرزى به له هندي چارواکو سره په خپلو خبرو کې په درېيو مسئلو، له امريکا سره د دوه اړخيز امنيتي تړون پر څرنګوالي، د افغانستان د سولې پر بهير او د انتقال پر پروسې  تمرکز وکړي.

تر دې مخکې پرون جمهوررئيس حامد کرزي د هند (اېن ډي) ټلويزيون سره په مركه كې، يو ځل بيا پر خپلو شرطونو ټينګار وكړ او ويې ويل، چې د امنيتي سند د لاسليکولو لپاره به هېڅ راز وېرې ته سر ټيټ نه کړي.

امريكايي چارواكو هيله څرګنده كړې وه، چې هندي چارواکي به افغان جمهوررئيس وهڅوي، چې له امريكا سره امنيتي سند ژر لاسليك كړي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA