نامعلومو وسله والو پرون د بغداد په شمال ختيځ کې بعقوبه ښار ته نږدې د عراق او ايران ترمنځ غځېدونکې د تېلو د نل ليكې ۱۸ تنه کارګران، چې ډېرى يې ايرانيان دي، په ډزو وژلي دي.
نامعلومو وسله والو پرون د بغداد په شمال ختيځ کې بعقوبه ښار ته نږدې د عراق او ايران ترمنځ غځېدونکې د تېلو د نل ليكې ۱۸ تنه کارګران، چې ډېرى يې ايرانيان دي، په ډزو وژلي دي.
پوليس وايي، په وژل شويو كسانو كې ۱۵ ايرانيان او درې نور عراقيان دي.
په دې بريد كې پنځه نور ايرانيان او دوه تنه عراقيان ټپيان شوي دي.
د بريد مسووليت تر اوسه کومې ډلې پر غاړه نه دى اخيستى.
همدارنګه د جمعې په ورځ د بغداد په جنوب کې د موټر بم په چاودنه کې لږ ترلږه شپږ تنه او په نهروان سيمه كې د يوې بلې چاودنې له كبله څلور تنه وژل شوي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


