ads

هيگل له نواز شريف سره د افغانستان او نورو مسايلو په اړه خبرې وکړې

د امريكا د دفاع وزير تېره ورځ په اسلام اباد كې د پاكستان له لومړي وزير نواز شريف سره وكتل. په پرونۍ كتنه كې دواړو مشرانو د امريکا د بې پېلوټه الوتکو پر بريدونو او د افغانستان په تړاو د اسلام اباد پر رول خبرې وکړې. د امريكا د دفاع وزير تېره ورځ په اسلام […]

نویسنده: TKG
19 لیندۍ 1392
هيگل له نواز شريف سره د افغانستان او نورو مسايلو په اړه خبرې وکړې

د امريكا د دفاع وزير تېره ورځ په اسلام اباد كې د پاكستان له لومړي وزير نواز شريف سره وكتل. په پرونۍ كتنه كې دواړو مشرانو د امريکا د بې پېلوټه الوتکو پر بريدونو او د افغانستان په تړاو د اسلام اباد پر رول خبرې وکړې.

د امريكا د دفاع وزير تېره ورځ په اسلام اباد كې د پاكستان له لومړي وزير نواز شريف سره وكتل.

په پرونۍ كتنه كې دواړو مشرانو د امريکا د بې پېلوټه الوتکو پر بريدونو او د افغانستان په تړاو د اسلام اباد پر رول خبرې وکړې.

هيگل په اسلام اباد کې د پاکستان د پوځ له نوي لوى درستيز جنرال راحيل شريف سره هم وليدل.

د رسنيو د رپوټونو له مخې، د امريکا د دفاع وزير د پاکستان لومړي وزير نواز شريف ته ويلي دي، چې ګوندې پاكستان له خپل گاونډي هېواد افغانستان سره ډېر داسې څه لري، چې د دواړو گټې په کې خوندي دي.

پاکستاني چارواکو رسنيو ته ويلي، چې د امريکا د دفاع وزير له اسلام اباد سره د لا ډېرو پوځي مرستو يادونه کړې ده.

د هيگل دا سفر په داسې وخت کې کېږي، چې د ناټو لپاره د تورخم اکمالاتي لار د خيبر پښتونخوا ايالتي حکومت لخوا تړل شوې ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA