ټاکل شوې ده، چې نن د جنوبي افريقا د پخواني جمهوررئيس نېلسن منډيلا د ژوند او هڅو د ستاينې په هدف يوه لويه رسمي غونډه ترسره شي. د نړۍ د لسګونو هېوادونو مشران به په دې غونډه کې ګډون او ځينې به ورته ويناوې هم وكړي.
ټاکل شوې ده، چې نن د جنوبي افريقا د پخواني جمهوررئيس نېلسن منډيلا د ژوند او هڅو د ستاينې په هدف يوه لويه رسمي غونډه ترسره شي.
د نړۍ د لسګونو هېوادونو مشران به په دې غونډه کې ګډون او ځينې به ورته ويناوې هم وكړي.
د ويناوالو د لېست په سر کې د امريکا جمهوررئيس باراک اوباما ياد شوى، د هند او برازيل جمهوررئيسان او د چين د جمهوررئيس مرستيال به هم غونډې ته وينا وكړي.
جمهوررئيس حامد کرزى هم په دې غونډه کې ګډون کوي.
د نړۍ د بېلابېلو مشرانو لخوا د نېلسن منډېلا په مړينه د تسليت پيغامونه اوس هم دوام لري.
نېلسن منډيلا تېره پنجشنبې د پنځه نوي کلونو په عمر له نړۍ سترګې پټې کړې او نوموړى به د ډسمبر په پنځلسمه نېټه خاورو ته وسپارل شي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


