ads

پکتيکا كې ۴ ښوونځيو ته نوې ودانۍ جوړېږي

د پكتيكا ولايت په يحى خېلو او جاني خېلو ولسواليو كې تېره ورځ د څلورو ښوونځيو لپاره د يوولس لکه امريکايي ډالرو په ارزښت د نويو ودانيو د جوړولو کار پيل شو. د پكتيكا ولايت په يحى خېلو او جاني خېلو ولسواليو كې تېره ورځ د څلورو ښوونځيو لپاره د يوولس لکه امريکايي ډالرو په […]

نویسنده: TKG
18 لیندۍ 1392

د پكتيكا ولايت په يحى خېلو او جاني خېلو ولسواليو كې تېره ورځ د څلورو ښوونځيو لپاره د يوولس لکه امريکايي ډالرو په ارزښت د نويو ودانيو د جوړولو کار پيل شو.

د پكتيكا ولايت په يحى خېلو او جاني خېلو ولسواليو كې تېره ورځ د څلورو ښوونځيو لپاره د يوولس لکه امريکايي ډالرو په ارزښت د نويو ودانيو د جوړولو کار پيل شو.

د دې ولايت چارواكي وايي، تر اوسه په دې ولايت کې له شپږم ټولګي څخه په لوړو ټولګيو کې نجونې زده کوونکې نشته او له دريو څخه يوازې يوه برخه ښوونځي يې ودانۍ لري.

د پکتيکا د پوهنې رئيس کوچى ځاځى وايي، د يادو ودانيوساختماني چارې به د يو کال په موده کې بشپړې شي.

د يادونې وړ ده، چې په پکتيکا ولايت كې اوسمهال ۳۴۴ بابه ښوونځي موجود دي، چې يوازې ۱۱۷يې ودانۍ لري او د نورو ښوونځيو زده کوونکي د ګرمۍ او يخنۍ په موسمونو کې د زده کړو پر مهال له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA