د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د سازمان مشرې ناوې پيلې له افغان حکومته غوښتي دي چې بشري حقونه باید د سیاسي معاملو قرباني نه شي. نوموړې وايي:« زه په جدي توګه اندېښنه لرم چې په دې هېواد کې د بشري حقونو وضعیت د خرابېدو په حال کې دی او ما په دې اړه له نړیوالې ټولنې
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د سازمان مشرې ناوې پيلې له افغان حکومته غوښتي دي چې بشري حقونه باید د سیاسي معاملو قرباني نه شي.
نوموړې وايي:« زه په جدي توګه اندېښنه لرم چې په دې هېواد کې د بشري حقونو وضعیت د خرابېدو په حال کې دی او ما په دې اړه له نړیوالې ټولنې سره مفصل بحث درلود، هغوى داسې احساس کوي چې مهم او با ارزښته لاسته راوړنې د ماتېدو له خطر سره مخ دي او د لېږد له بهیر وروسته کېداى شي له منځه ولاړې شي، د بېلګې په توګه د جمهوري رياست او ولايتي شوراګانو په ټاكنو كې د ښځو ونډه له ۲۵ فيصده ۲۰ فيصده ته راټيټه شوې ده.»
په هېواد کې له بشري حقونو، په ځانګړي ډول د ښځو له حقونو سرغړونه لا هم يوه جدي مسئله ده او د عدلي او قضايي ارګانونو کمزوري د دې سبب شوې چې د بشري حقونو سرغړونو ته لار اواره شي.
په دې وروستيو کې د ښځو او ماشومانو په وړاندې د تاوتريخوالي پېښې ډېرې شوې دي او د بشري حقونو خپلواک کمېسيون هم په دې اړه خپله اندېښنه څرګنده کړې ده.
د دغه کمېسیون د څېړنو پر بنسټ، د ښځو په وړاندې تاوتریخوالی د تېر په پرتله نژدې ۲۵ فیصده زیات شوی دی.
په هېواد کې د تېرو درېيو لسيزو جګړو له کبله ميليونونه كسان وژل شوي، ورک يا ټپيان شوي، په اجباري ډول مهاجرت او بېځايه کېدو ته اړ شوي، خپل ملکيتونه او کورونه يې له لاسه ورکړي او همدارنګه په پراخه كچه له بشري حقونو سرغړونې شوې دي.
سږ کال د بښنې نړیوال سازمان د بشري حقونو رپوټ، په نړۍ کې د کډوالو او بې ځایه شویو کسانو پر ستونزو ډېر تمركز كوي.
په رپوټ كې ويل شوي چې په افغانستان کې۵۰۰۰۰۰ کورني بې ځایه شوي کسان موجود دي، په داسې حال كې چې ۲.۷ میلیونه نور افغانان په بېلابېلو هېوادونو کې د کډوالۍ ژوند تېروي.
د سرچينې په وينا، د افغانستان کورني بې ځایه شوي کسان په ژمي کې د سړې هوا او ناروغیو له کبله پرته له دې چې روغتیایي اسانتیاوو ته لاسرسی ولري، خپل ژوند له لاسه ورکوي.
له بشري حقونو څخه د سرغړاوي ستونزه هغه څه دي چې له کلونو راپدېخوا يې د افغانانو او نړیوالې ټولنې ذهن بوخت ساتلی او په څو څو ځلې د بېلابېلو پېښو په غبرګون کې له بشري حقونو څخه د ملاتړ بنسټونو خپل غږ پورته کړی او د جګړې دواړه لوري یې د دغو حقونو خوندي ساتلو ته رابللي دي، خو له بده مرغه هغه د چا خبره چې په چا یې اورې.
سربېره پر دې چې د جګړې د دواړو غاړو لخوا بشري حقونه تر پښو لاندې کېږي، په هېواد کې د اقتصادي ستونزو او ناوړه دودونو له کبله هم بشري حقونه په تېره بیا د ښځو او ماشومانو حقونه تر پښو لاندې کېږي او ورته پاملرنه او درناوى نه کېږي.
د بشري حقونو د څار ډلې د افغان مېرمنو وضعيت په ټوله نړۍ کې ترټولو ناوړه بللی او وايي چې په دې افغانستان كې د ښځو په وړاندې تاوتريخوالی عام دی او حکومت په دې کې پاتې راغلی چې ښځې لکه د جنسي تېريو او وژنو په ګډون له بېلابېلو جنايتونو څخه خوندي کړي.
ناوړه دودونه، د ماشومانو ودول، په شخړو کې د نجونو ورکول، په کور کې په اجباري توګه ايسارول، بدل او د ناموس په نوم وژنه، د دې سبب ګرځي چې ميليونونه افغانې ښځې او نجونې له کړاو، شرم او تجريد سره مخ شي. د داسې دودونو بنسټ په افغاني ټولنه کې د ښځو د موقف او رول په اړه تبعيض امېزه نظريې او عقايد دي. ناوړه دودونه له اسلامي لارښوونو سره مطابقت نه لري، خو د اسلامي عقايدو له ځانګړي تعبير څخه د داسې ناوړه دودونو د توجيه لپاره کار اخيستل کېږي.
د يوناما د بشري حقونو د څانګې د راپور له مخې، د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي د مخنيوي قانون د مناسب تطبيق لپاره بايد د قانون پلي کوونکو ادارو د پرسونل ظرفيت لوړولو او زيانمنو شويو وګړو ته د خدمتونو رسولو په برخه کې زياته پانګونه وشي. د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي د مخنيوي قانون له مخې، د عاملينو تورنول او سزا ورکول ښايي له داسې اعمالو څخه د دوی د منع کولو سبب شي.
حکومت بايد د افغان مېرمنو لپاره د ملي کاري پلان تطبيق تسريع کړي، په ځانګړې توګه دې د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي د مخنيوي قانون لپاره يوې ملي ستراتېژۍ ته وده ورکړي او عملي دې کړي.
له بلې خوا له ماشومانو ناوړه ګټه اخيستنه، پر ماشومانو جنسي تېري، په ماشومانو د درنو کارونو کول او د ماشومانو قاچاق په افغانستان کې د بشري حقونو د ټولنو لپاره د اندېښنې وړ موضوعاتو څخه شمېرل کېږي. د دروېزې لپاره د یوې وسیلې په توګه له ماشومانو څخه ګټه اخيستل هم له دغو ستونزو څخه یوه ده چې اندېښنې یې زیاتې کړې دي.
د ټولنیزو چارو ماهرین د ماشومانو د دغه ډول حالت لوی علتونه، فقر، بېسوادي او د ښځو او نارینه وو لپاره د مناسب روزګار نشتوالی بولي.
د هېواد د بشري حقونو وضعیت د تېر په څېر د اندېښنې وړ دی. د بشري حقونو د ستونزو په ډله کې له عدالت نه پرته وژنې، شکنجه، د زندانونو خراب وضعیت، له سزا نه د چارواکو معافیت، له محاکمې نه مخکې د اوږدې مودې لپاره په بند کې ساتل، د مطبوعاتو پر آزادۍ محدودیت لګول، د ښځو په وړاندې تاوتریخوالی او ټولنیز تبعیض، له ماشومانو سره ناوړه چلند، د انسانانو قاچاق، د کارګرانو د حقونو تر پښو لاندې کول، په وسله والو شخړو کې د کم عمره سرتېرو کارول او د کم عمره ماشومانو په کار ګمارل او داسې نورو ته ګوته نیولای شو.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


