د ايران جمهوررئيس حسن روحاني له جمهوررئيس حامد کرزي سره په کتنه کې وويل، هېواد يې په افغانستان او سيمه کې د بهرنيو ځواکونو له حضور سره مخالف دی.
د ايران جمهوررئيس حسن روحاني له جمهوررئيس حامد کرزي سره په کتنه کې وويل، هېواد يې په افغانستان او سيمه کې د بهرنيو ځواکونو له حضور سره مخالف دی.
روحاني افغان جمهوررئيس ته، چې پرون د يو ورځني سفر لپاره په تهران کې و، وويل، ايران په دې سيمه، منځني ختيځ، خليج او په ځانګړي ډول په افغانستان کې د هر راز بهرنيو ځواکونو له حضور سره مخالف دی.
هغه زياته كړه، ټول بهرني ځواکونه بايد له سيمې ووځي او د افغانستان امنيت بايد د دې هېواد د خلکو په لاس کې وي.
جمهوررئيس حامد کرزى له خپل ايراني سيال حسن روحاني سره په تهران كې په دې سلا شو، چې دواړه غاړې پر يو اوږد مهاله تړون کار وکړي.
د جمهوررئيس کرزي وياند اېمل فيضي بي بي سي ته ويلي، دا د دواړو هېوادونو ترمنځ د ملګرتيا او همکارۍ اوږد مهاله تړون دى، چې سياسي، امنيتي، اقتصادي او کلتوري مسايل په کې رانغښتل شوي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


