د كابل او واشنګټن تر منځ د امنيتي تړون ناندرۍ لا هم روانې دي، ځکه نه جمهور رئيس كرزي خپل شرطونه نرم كړي او نه هم امريكا په افغانستان كې د امنيت راوستو او شفافو ټاكنو د ترسره كېدو كوم ډاډ وركړى دى.
د كابل او واشنګټن تر منځ د امنيتي تړون ناندرۍ لا هم روانې دي، ځکه نه جمهور رئيس كرزي خپل شرطونه نرم كړي او نه هم امريكا په افغانستان كې د امنيت راوستو او شفافو ټاكنو د ترسره كېدو كوم ډاډ وركړى دى.
اوس د كابل او واشنګټن تر منځ د امنيتي تړون پر سر اختلافاتو نوی بعد پیدا کړی. افغان حكومت تېره اوونۍ وويل چې امريكا پرې د امنيتي تړون د نه لاسليكولو له كبله د فشار په توګه پوځي اكمالات او تېل بند كړي دي. كه څه هم دا خبره د ايساف لخوا رد شوې، خو جمهوري رياست په دې اړه د يوې خپرې كړې اعلاميې په ترڅ كې ویلي، د افغانستان ملي امنيت شورا په دې اړه غونډه كړې او ناټو يې د همكارۍ په برخه كې له خپلو ژمنو څخه په سرغړولو تورنه كړې ده.
خبر پاڼه زياتوي ملي دفاع او كورنيو چارو وزارتونو غونډې ته ويلي چې امريكا په ځینو مواردو كې د ترسره كړو ژمنو خلاف تېل پرې بند كړي او د دواړو وزارتونو چارې يې له سكتګۍ سره مخ كړې دي.
اعلاميه زياتوي، امنيت شورا دې نتيجې ته رسېدلې چې امريكا د ملي اردو او پوليسو په يو شمېر جز و تامونو تېل ځكه بند كړي چې افغان حكومت په پټو سترګو ورسره امنيتي تړون لاسليك كړي.
سياسي شنونكي هم دا په روانه جګړه كې د امريكا لخوا پر افغان حكومت يو سخت فشار ګڼي او وايي، د امريكا له لوري د لوژيستیكي اكمالاتو او تېلو بندښت به افغان پوځ له گڼو ورځنيو ستونزو سره لاس او ګرېوان كړي.
جنرال عبدالواحد طاقت همدا خبره كړې او وايي، افغان دولت له ۱۲ كلونو راهيسې په بهرنيو مرستو متكي او په راتلونكي كې به هم ورته اړتيا ولري، خو كه دا مرستې بندې شي، شايد دا هېواد يو ځل بيا له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ پاتې شي: (( كه امريكا تېل بند كړي، نو دا د افغانستان له نظام سره په ښكاره دښمني څرګندوي، ځكه كه تېل نه وي، زموږ د ملي ځواك وسايط به جام پاتې وي، كه داسې شي نو دښمن ته موقع په لاس ورځي چې په ډېره اسانۍ بريدونه تنظيم كړي، خو موږ به يې په مقابل كې هيڅ نه شو كولى.))
بلخوا كه څه هم يو شمېر پوځي کارپوهان تاييدوي چې امريكا پر افغان حكومت د فشار زياتولو په هڅه كې ده، خو ورسره زیاتوي، امريكا ته به دا ډېره سخته تمامه شي چې پر خپلو ملاتړو افغان ځواكونو اكمالات ودروي او يا هم له افغان حكومت سره په كړو ژمنو وفا ونه کړي.
جنرال عتيق الله امرخېل وايي: (( وخت به راشي چې امريكا د افغان حكومت هر ډول شرط ومني، ځكه كه دا هېواد له افغانستانه ووځي، په نړۍ كې خپل ملاتړ او باور له لاسه وركوي، مګر د افغان حكومت لخوا هم پر امريكا فشار شته او هغه د سند د نه امضا كولو فشار دى، امريكا خپل كمكونه هم نه شي قطع كولى، ځكه د شيکاګو او ټوكيو په كنفرانسونو كې دا نه دي ويل شوي چې كه امنيتي سند لاسليك نه شي، نو امريكا به خپل مرستې بندې کړي.))
پر افغان ځواكونو د امريكا له لوري د تېلو د بندولو مسئله په داسې وخت كې د سياسي فشار د وسيلې په توګه كارول كېږي چې په ۱۳۹۰ لمریزکال كليد لا له وړاندې په دې اړه وېره څرګنده كړې وه او د يوه څېړنیز راپور په خپرولو يې ويلي وو، افغان ځواكونه پر بهرنيو مرستو د اتكا له كبله يو وخت د جنګ په نسبت د مصارفو له ستر ګواښ سره هم مخامخ كېدلى شي.
هغه مهال د كليد ګروپ موندنو ښودلې وه چې د افغان ځواكونو په هره قول اردو كې نصب شوي جنراتورونه د شواروز په حساب ۱۰۰ زره لېتره تېل سوځي چې مالي لګښت يې د امريكا لخوا وركول كېږي.
په ۱۳۹۰ كال د ۱۱۱ فرقې قومندان جنرال قدم شاه شهيم كليد ته ويلي وو چې كه د جنراتورونو د تېلو لګښت د ملي دفاع وزارت ته ورپاتې شي، نو امكان به ونه لري چې دامصارف د دولت په كچه پوره شي. نوموړي دغه راز پر دولت غږ كړى و چې له دغو لوړو مصارفو څخه د وتو اسانه لار دا ده چې بايد قول اردوګانې له ښاري برېښنايي سېسټم سره ونښلول شي.
په ورته وخت كې جنرال زلمي ويسا هم كليد ته ويلي وو كه ۲۰۹ نمبر قول اردو له ښاري برېښنا سېسټم سره ونښلول شي، نو افغان دولت به د مياشتې په حساب د ۱۰۰ زره لېتره تېلو له تاوان څخه وژغورل شي.
هغه مهال كليد د ملي دفاع وزارت وياند جنرال ظاهر عظيمي ته ترلاسه كړي جزیيات وړاندې كړل، خو ځواب يې دا و چې يو لوړ رتبه پلاوي ته يې دنده سپارلې، څو په نږدې راتلونكي كې په قول اردوګانو كې د تېلو د لوړو مصارفو په اړه حل لاره راوباسي، جنرال ظاهر عظيمي كليد ته دا هم ويلي وو چې ټاكلى پلاوی د اوبو او برېښنا له وزارت سره مذاكرات كوي او ډېر ژر به د مسئلې يو حل راوباسي، خو اوس لیدل کېږي چې تر اوسه نه یوازې د مسئلې حل نه دی راوتی، بلکې وارخطايي هم احساسېږي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


