د بريتانيا د يوې پوځي محکمې لخوا يو تن بريتانوى سرتېرى تېره ورځ په ۲۰۱۱ميلادي کال کې په هلمند ولايت كې د يوه ټپي شوي وسله وال طالب د قتل په جرم په عمري بند محکوم شو.
د بريتانيا د يوې پوځي محکمې لخوا يو تن بريتانوى سرتېرى تېره ورځ په ۲۰۱۱ميلادي کال کې په هلمند ولايت كې د يوه ټپي شوي وسله وال طالب د قتل په جرم په عمري بند محکوم شو.
د دغه ۳۹ كلن بريد من الكسانډر بلاكمان دوو نورو ملګرو سرتېرو له دې مخکې برائت ترلاسه كړى وو.
د بلاکمان لخوا د وسله وال طالب د وژنې پر مهال د هغه يوه بل ملګري پوځي د هغې کمرې په واسطه فلم اخيستى و، چې په خولۍ کې يې ايښې وه.
دغه بريتانوي سرتيري اعتراف کړى، چې د وسله وال په وژلو کې يې د جنيوا له کنوانسيون نه سرغړونه کړې ده.
د دغه کنوانسيون له مخې د جنګي اسيرانو وژل جرم دى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


