ads

كيري: له كرزي پرته بل حكومتي چارواكى هم امنيتي سند لاسليك كولاى شي

د امريكا د بهرنيو چارو وزير جان كيري وايي، د كابل او واشنګټن ترمنځ امنيتي سند له جمهوررئيس پرته د افغانستان د دفاع وزير يا كوم بل چارواكى هم لاسليكولى شي. د امريكا د بهرنيو چارو وزير جان كيري وايي، د كابل او واشنګټن ترمنځ امنيتي سند له جمهوررئيس پرته د افغانستان د دفاع وزير […]

نویسنده: TKG
13 لیندۍ 1392
كيري: له كرزي پرته بل حكومتي چارواكى هم امنيتي سند لاسليك كولاى شي

د امريكا د بهرنيو چارو وزير جان كيري وايي، د كابل او واشنګټن ترمنځ امنيتي سند له جمهوررئيس پرته د افغانستان د دفاع وزير يا كوم بل چارواكى هم لاسليكولى شي.

د امريكا د بهرنيو چارو وزير جان كيري وايي، د كابل او واشنګټن ترمنځ امنيتي سند له جمهوررئيس پرته د افغانستان د دفاع وزير يا كوم بل چارواكى هم لاسليكولى شي.

نوموړي دغه څرګندونې د بلجيم په پايتخت بروكسل كې خبريالانو ته وكړې.

بلخوا  د ناټو عمومي منشي انډرس فوګ راسموسن هيله څرګنده کړه، چې د  کابل او واشنګټن ترمنځ امنيتي سند په خپل وخت سره لاسليک شي.

راسموسن دغه څرګندونې د سه شنبې په ورځ د بلجيم په مرکز بروکسل کې د ناټو سازمان په مقر کې د دغه سازمان د بهرنيو چارو وزيرانو ددوه ورځنۍ غونډې د پيل پر مهال په يوه خبري غونډه کې وکړې.

د ناټو سرمنشي په ياده خبري غونډه کې د کابل او واشنګټن ترمنځ د امنيتي تړون په اړه د مشورتي لويې جرګې لخوا د تاييد او وړانديزونو هرکلى وکړ.

د هغه په وينا، دغه سازمان له افغان حکومت سره له  نږدې کار کوي، څو تر ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې د پاتې کېدونکو ناټو ځواکونو لپاره قانوني چوکاټ ترلاسه کړي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA