ads

راسموسن د ناټو نوي ماموريت لپاره د کابل او واشنګټن امنيتي تړون اړين وباله

د ناټو عمومي منشي انډرس فوګ راسموسن وايي، چې د افغانستان او امريکا ترمنځ د امنيتي سند لاسليکول تر ۲۰۱۴ کال وروسته د ناټو ځواکونو پاتې کېدو لپاره اړين دي او که چيرې دا تړون لاسليک نه شي، نو ناټو خپل نوى ماموريت نه شي پيلولى. د ناټو عمومي منشي انډرس فوګ راسموسن وايي، چې […]

نویسنده: TKG
12 لیندۍ 1392
راسموسن د ناټو نوي ماموريت لپاره د کابل او واشنګټن امنيتي تړون اړين وباله

د ناټو عمومي منشي انډرس فوګ راسموسن وايي، چې د افغانستان او امريکا ترمنځ د امنيتي سند لاسليکول تر ۲۰۱۴ کال وروسته د ناټو ځواکونو پاتې کېدو لپاره اړين دي او که چيرې دا تړون لاسليک نه شي، نو ناټو خپل نوى ماموريت نه شي پيلولى.

د ناټو عمومي منشي انډرس فوګ راسموسن وايي، چې د افغانستان او امريکا ترمنځ د امنيتي سند لاسليکول تر ۲۰۱۴ کال وروسته د ناټو ځواکونو پاتې کېدو لپاره اړين دي او که چيرې دا تړون لاسليک نه شي، نو ناټو خپل نوى ماموريت نه شي پيلولى.

راسموسن  دغه څرګندونې تېره ورځ په بروکسل کې خبريالانو سره  د خبرو پر مهال وكړې.

هغه هيله څرګنده کړه، چې جمهوررئيس حامد کرزى به د امنيتي سند په اړه د مشورتي لويې جرګې وړانديزونه او سپارښتنې ومني.

د هغه په وينا، که چيرې دا تړون لاسليک نه شي، نو ناټو نه شي کولى د خپلو ځواکونو د شتون لپاره قانوني چوکاټ ترلاسه کولو ته وروستۍ بڼه ورکړي.

دى وايي، چې ناټو د (صوفه) په نوم د خپلو ځواکونو د قانوني شتون لپاره يو تړون ته اړتيا لري او دا تړون له امنيتي تړون پرته نه شي کېداى.

راسموسن زياتوي، که چيرې د ځواکونو د شتون لپاره قانوني چوکاټ ترلاسه نه شي نو ناټو نه شي کولي تر ۲۰۱۴ کال وروسته د مشورې، روزنې او همکارۍ ماموريت ته دوام ورکړي.

جمهوررئيس حامد کرزي د مشورتي لويې جرګې په وروستۍ ورځ اعلان وکړ، چې امريکا دې د رڼو ټاکنو ترسره کېدو، د خلکو پر کورونو نه ننوتلو او د امنيت راوستلو ترڅنګ له وسله والو مخالفينو سره د خبرو زمينې برابرولو ضمانت ورکړي، بيا به دغه تړون لاسليک کړي او يا به يې تر ټاکنو وروسته نوى حکومت لاسليک کړي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA