د ملګرو ملتونو د بشري حقونو سازمان وايي، يوې پلټنې داسې شواهد رابرسېره کړي، چې د سوريې په جنګي جرمونو کې د جمهوررئيس بشار الاسد په ګډون د لوړې کچې چارواکي ښکېل دي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو سازمان وايي، يوې پلټنې داسې شواهد رابرسېره کړي، چې د سوريې په جنګي جرمونو کې د جمهوررئيس بشار الاسد په ګډون د لوړې کچې چارواکي ښکېل دي.
د دغه سازمان مشرې ناوې پيلې تېره ورځ وويل، دفتر يې د شواهد داسې لېست تر ګوتو کړي، چې نور چارواکي هم په پلټنه کې ښکېل بلل شوي دي.
په دغه پلټنه کې داسې شواهد هم ښودل شوي، چې په سوريه کې ياغي ډلې په بشري ضد کړنو ملامتې پېژندل شوې دي.
دا لومړى ځل دى، چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو سازمان جمهوررئيس بشارالاسد په جنګي جرمونو کې ښکېلوي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

