ads

بروكسل كې د ناټو د بهرنيو چارو وزيرانو غونډه نن پيلېږي

ټاکل شوې ده، چې نن د بلجيم په پايتخت بروكسل کې د ناټو د بهرنيو چارو وزيرانو دوه ورځنۍ غونډه پيل شي او په کې د يو شمېر نورو موضوعاتو ترڅنګ د افغانستان پر حالاتو هم خبرې وشي. ټاکل شوې ده، چې نن د بلجيم په پايتخت بروكسل کې د ناټو د بهرنيو چارو وزيرانو […]

نویسنده: TKG
12 لیندۍ 1392
بروكسل كې د ناټو د بهرنيو چارو وزيرانو غونډه نن پيلېږي

ټاکل شوې ده، چې نن د بلجيم په پايتخت بروكسل کې د ناټو د بهرنيو چارو وزيرانو دوه ورځنۍ غونډه پيل شي او په کې د يو شمېر نورو موضوعاتو ترڅنګ د افغانستان پر حالاتو هم خبرې وشي.

ټاکل شوې ده، چې نن د بلجيم په پايتخت بروكسل کې د ناټو د بهرنيو چارو وزيرانو دوه ورځنۍ غونډه پيل شي او په کې د يو شمېر نورو موضوعاتو ترڅنګ د افغانستان پر حالاتو هم خبرې وشي.

د ناټو د بهرنيو چارو وزيرانو په غونډه کې د ناټو د ٢٨ غړو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو ترڅنګ د ايساف غړو هېوادونو استازي هم ګډون کوي.

په دې غونډه کې د افغانستان استازيتوب د بهرنيو چارو سرپرست وزير ضرار احمد مقبل او د کورنيو چارو وزير عمر داوودزى کوي.

د غونډې په لومړۍ ورځ د ناټو پر اړوندو موضوعاتو خبرې کېږي، په دويمه ورځ به سهار لومړى د ناټو او روسيې د ګډې شورا غونډه وي او وروسته به د ناټو او ايساف غړي هېوادونه د افغانستان په اړه خبرې وکړي.

په دې غونډه کې تر ٢٠١٤ کال وروسته د ناټو د نوي ماموريت، د افغان ملي ځواکونو د پرمختګ په اړه او په ٢٠١٤ کال کې په لندن کې ترسره کېدونکې د ناټو سرمشريزې پر اجنډا هم خبرې کېږي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA