د ايران د روغتيا وزير حسن هاشمي وايي، چې له تېرو دوه لسيزو راهيسې په دې هېواد کې په اېډز د اخته کسانو شمېره په ډراماتيک ډول لوړه شوې ده. د نوموړي په وينا، په ايران کې په کلني ډول د اېچ. آي. وي په ويروس د اخته کسانو شمېر اتيا فيصده زياتېږي.
د ايران د روغتيا وزير حسن هاشمي وايي، چې له تېرو دوه لسيزو راهيسې په دې هېواد کې په اېډز د اخته کسانو شمېره په ډراماتيک ډول لوړه شوې ده.
د نوموړي په وينا، په ايران کې په کلني ډول د اېچ. آي. وي په ويروس د اخته کسانو شمېر اتيا فيصده زياتېږي.
هغه زياتوي، په ايران کې د دې ويروس د انتقال يو لوى سبب ناروا جنسي اړيکې دي.
په همدې حال کې د ايران د روغتيا د وزارت مرستيال ويلي، چې سټلايت ټلويزيوني پروګرامونه، لوبې او سينګار ځايونه د اېډز د انتقال په برخه کې د مرګ په مثلث بدل شوي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


