د عراق په شمال کې د جنازې پر مراسمو ځانمرګى بريد شوى، چې له كبله يې لږ تر لږه لس تنه وژل شوي او له شلو زيات ټپيان دي. عراقي چارواکو تېره ورځ وويل، بريدکوونکي بعقوبه ته نژدې د يوه مخور قومي مشر د زوى د جنازې په مراسمو کې ځان والوازوه او له شلو زيات
د عراق په شمال کې د جنازې پر مراسمو ځانمرګى بريد شوى، چې له كبله يې لږ تر لږه لس تنه وژل شوي او له شلو زيات ټپيان دي.
عراقي چارواکو تېره ورځ وويل، بريدکوونکي بعقوبه ته نژدې د يوه مخور قومي مشر د زوى د جنازې په مراسمو کې ځان والوازوه او له شلو زيات کسان يې هم ټپيان کړل.
دغه قومي مشر د القاعده ضد پاڅون يو غړى دى.
تراوسه پورې د دغه بريد مسووليت چا پرغاړه نه دى اخيستى، خو له القاعده سره تړلې ډلې اکثره وختونه پر سني مشرانو، چې د عراق د واکمن شيعه حکومت ملاتړ کوي، بريدونه کوي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


