ټاكل شوې ده، چې سبا د ناټو د بهرنيو چارو وزيران په خپلې دوه ورځنۍ غونډه کې، چې د بلجيم په پايتخت بروكسل كې پيلېږي، د نورو مسايلو ترڅنګ پر افغانستان هم وغږېږي.
ټاكل شوې ده، چې سبا د ناټو د بهرنيو چارو وزيران په خپلې دوه ورځنۍ غونډه کې، چې د بلجيم په پايتخت بروكسل كې پيلېږي، د نورو مسايلو ترڅنګ پر افغانستان هم وغږېږي.
په بروکسل کې د ناټو سرچينې وايي، په دې غونډه کې د ناټو د٢٨ غړو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو ترڅنګ د ايساف غړو هېوادونو استازي هم ګډون کوي.
ټاکل شوې ده، چې په دې غونډه کې د افغانستان د بهرنيو چارو سرپرست وزير ضرار احمد مقبل هم ګډون وکړي.
د ناټو د بهرنيو چارو وزيرانو په دې غونډه کې به تر ٢٠١٤ کال وروسته د ناټو د نوي ماموريت، د افغان ملي ځواکونو د پرمختګ په اړه او په ٢٠١٤ کال کې په لندن کې ترسره کېدونکې د ناټو سرمشريزې پر اجنډا هم خبرې وشي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


