افغان او امريكايي ځواكونه اټكل كوي چې سږ كال به په ژمي كې هم د طالبانو بريدونه دوام وكړي. دا خبره كه څه هم له وال سټريټ ژورنال سره په مرکه کې د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد رد كړې نه ده، خو نظامي كارپوهان بيا په دې ګروهه دي چې د افغان دولت مخالفان به په ژمي كې د جګړې د كمې تجربې درلودو له كبله له زياتو تلفاتو سره مخ شي او که چېرې دا وړتیا یې موندلې وي، نو دا موضوع د پوښتنې وړ ده.
افغان او امريكايي ځواكونه اټكل كوي چې سږ كال به په ژمي كې هم د طالبانو بريدونه دوام وكړي. دا خبره كه څه هم له وال سټريټ ژورنال سره په مرکه کې د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد رد كړې نه ده، خو نظامي كارپوهان بيا په دې ګروهه دي چې د افغان دولت مخالفان به په ژمي كې د جګړې د كمې تجربې درلودو له كبله له زياتو تلفاتو سره مخ شي او که چېرې دا وړتیا یې موندلې وي، نو دا موضوع د پوښتنې وړ ده.
څو ورځې وړاندې وال سټريټ ژورنال د افغانستان د ځمكنيو ځواكونو د قومندان جنرال مراد علي مراد له قوله وويل چې په سږني ژمي كې به جګړه نه يوازې سړه نه شي، بلكې طالبان به هڅه وكړي چې د روان ۲۰۱۳ میلادي په پاى او د ۲۰۱۴ په پيل كې له خپلو ټولو منابعو په پوره زور استفاده وكړي. جنرال مراد ويلي دي: (( طالبان زيار كوي چې د راتلونکو انتخاباتو مخه ونیسي، نو د دوی هغه بریدونه به چې د تبلیغاتي اهدافو او د ګڼ نفوسه سیمو د خلکو د وېرولو لپاره یې ترسره کوي، شدت اختیار کړي.)) بلخوا يادې ورځپاڼې ته د امریکا په مشرۍ د ایتلافي ځواکونو د قومندان مرستیال ډګرجنرال جان لاریمر هم په ډاګه كړې چې محاربوي ځواكونه يې سږ كال د ژمي د جنګ موسم ته ورداخلېږي: (( لكه څنګه چې انتخابات را روان دي، نو سږ کال به موږ د ژمي عملیات هم ګړندي کړو او نور به یي هم مؤثر او پراخه کړو.))
خو دا چې افغان ځواكونه د ژمنيو عملياتو لپاره څه ډول تاكتيكونه او تدابير لري؟ د دې پوښتنې په ځواب كې د ملي دفاع وزارت وياند جنرال ظاهر عظيمي وايي: (( زموږ د ژمي د عملیاتو په پلان کې په ټول ژمي کې تعرضي عملیات شامل دي. موږ دښمن تعقیبوو او قطعا ورته د داسې تحرکاتو اجازه نه ورکوو چې تهدید وګڼل شي.)) پوځي کارپوهان بيا وايي، د امنيت په فضا كې د لويې جرګې ترسره كېدو وښوده چې افغان ځواكونه په هر موسم كې د امنيتي ګواښونو مخنيوى كولى شي.
د قندهار او پكتيا د قول اردوګانو پخوانى قومندان جنرال رحمت الله رووفي همدا خبره كوي او وايي، كه څه هم لويې جرګې ته د امنيتي ګواښ پېښول د طالبانو تبليغاتي او عملياتي پروسه وه، خو افغان ځواكونو يې هم په اسانۍ مخنيوى وكړ: ((هر مخالف له يوې خلا څخه په استفاده فشار زياتول غواړي، دغه راز به طالبانو هم د ټاكنو او ۲۰۱۴ كال د رارسېدو په هدف خپل جګړه ييز تاكتيك ته تغيیر وركړى وي، مګر دوى خو همېشه د بريدونو هڅه كړې، دوى هڅه وكړه چې لويه جرګه تخريب كړي، خو زما د معلوماتو له مخې افغان ځواكونو په ټول هېواد كې درجه يك احضارات نيولي وو او دا يې وښوده چې هر ګواښ ته په ځواب ويلو چمتو دي.))
جنرال رووفي له كليد سره په مركه كې په دې اړه چې ايا وسله وال مخالفين به په ژمي كې د بريدونو زياتولو امكانات او توان ولري او كه نه؟ داسې وويل: (( له دوبي څخه ژمي ته د جګړه ييز تاكتيك بدلول خاص امكانات غواړي او هغه د دولت له مخالفانو سره نشته، كه وي نو دا سوال راپورته كوونكې مسئله ده، بله دا چې د راپورونو له مخې يې سختې ضربې هم وخوړې، په داسې حالاتو كې د دوى فعاليتونه د مخ پر ودې افغان ځواك پر وړاندې كمزوري ثابتېداى شي، ځكه په تېرو كلونو كې طالبانو همدومره كول چې په ژمي كې يې د ارام ساه اخسته، ځينو سيمو ته يې خپل اكمالات كول، له همدې كبله د ژمنۍ جګړې تجربه به هم ونه لري.))
د ملي دفاع وزارت يو چارواكى ډګروال شمشېرخان هم په ژمي كې د وسله والو مخالفينو د جګړې كمې تجربې ته په كتو د دغې ډلې د تلفاتو اټكل كوي او وايي، افغان ځواكونو اوس د وسلو او رزمي تاكتيكونو له پلوه د حالاتو د كنټرول بشپړ توان پيدا كړى دى: (( شك نشته چې د مخالفينو حملې به زياتې شي، خو موږ هم اوس خاص مهارتونه مډرنې او درنې وسلې لرو، په تېرو مياشتو كې چې افغان ځواكونو حالات په ولكه كې اخستي، طالبانو كومه خاصه لاسته راوړنه نه ده لرلې، زه خپله شخصا په دې باور يم چې د ژمي د موسم جګړه به هم مخالفينو ته په درانه زيان تمامه شي، وسله وال يوازې د سړك د غاړې په چاودنو كې ملي ځواكونو ته په ضرر وو، خو د مخامخ جګړې توان يې له لاسه وركړى دى.))
د يادونې ده چې وال سټريټ ژورنال هم د افغان ځواكونو مورال مثبت ارزولى او وايي له تېرو شپږو مياشتو راهيسې چې افغان ځواكونو د هېواد امنيتي مسووليتونه په غاړه اخستي، نو تر خپلې ولكې لاندې مهمو سيمو څخه يې په بریالتیوت دفاع کړې، خو تلفات یي د تېرو كلونو په پرتله يو څه زیات شوي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


