کابل ته د پاکستان د لومړي وزير نواز شريف د سفر په درشل کې د دغه هېواد د ملي امنيت سلاکار سرتاج عزيز پرون د ازبکستان په پايتخت تاشکند کې د شانګهاى د همکارۍ ټولنې غونډې ته وويل، چې پاکستان په افغانستان کې د چا ملاتړ نه کوي، خو د افغانستان د سولې د بهير ننګه کوي.

د هغه په وينا، دوى د افغانانو په مشرۍ او مالکيت د افغانستان د سولې او پخلاينې په بهير کې د اسانتيا له راوستلو سره تر وسه وسه مرسته کوي. خو په افغانستان کې د کومې ډلې ملاتړ نه کوي.
سرتاج عزيز د شانګهاى د همکارۍ ټولنې له غړيو وغوښتل، چې له افغانستانه د نړيوالو ځواکونو د وتلو له کبله د دغه هېواد په چارو کې ښکېلتيا زياته کړي.
پاکستان دمګړۍ د شانګهاى د همکارۍ ټولنې څارونکى دى، خو د بشپړ غړيتوب غوښتنه يې کړې ده.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ