پاکستان پرون د طالبانو د مشر ملا محمد عمر د يوه سلاكار په ګډون درې مهم طالب بنديان په دې نيت خوشې کړل، چې په افغانستان کې د سولې له بهير سره مرسته وشي.
پاکستان پرون د طالبانو د مشر ملا محمد عمر د يوه سلاكار په ګډون درې مهم طالب بنديان په دې نيت خوشې کړل، چې په افغانستان کې د سولې له بهير سره مرسته وشي.
د پاکستان ايکسپرېس ټريبيون ورځپاڼې د پاکستاني چارواکو له قوله د دريو طالب بنديانو د خلاصون خبره تاييد کړې او ويلي يې دي، چې ملا عبدالاحد جهانګيروال، ملا عبدالمنان او ملا يونس خوشې شوې دي.
جهانګيروال د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د ملا عمر سلاکار او ياور و، عبدالمنان د هلمند والي و، خو يونس په كابل كې د طالبانو پوځي قومندان پاتې شوى دى.
دا کسان يوازې څو ورځې وروسته له دې خوشې شول، چې د سولې د عالي شورا پلاوى پاکستان ته لاړ او هلته يې د رپوټونو له مخې، له ملا عبدالغني برادر او يو شمېر نورو طالبانو سره وليدل.
پاکستان د طالبانو د مرستيال مشر ملا برادر په گډون گڼ افغان طالبان په دې وروستيو کې خوشې کړي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

