ads

سوريې كې د پرونيو پېښو له كبله لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د ځايي رسنيو د راپورونه له مخې پرونۍ ورځ په سوريه كې تر ټولو خونړۍ ورځ وه، چې په ترڅ كې يې لسګونو كسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د دوى په وينا، لومړۍ چاودنې دمشق ته نیږدې سومریه سیمه کې ۱۵ کسان وژلي او لسګونه نور یی ټپیان کړي.     د ځايي رسنيو […]

نویسنده: TKG
6 لیندۍ 1392
سوريې كې د پرونيو پېښو له كبله لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د ځايي رسنيو د راپورونه له مخې پرونۍ ورځ په سوريه كې تر ټولو خونړۍ ورځ وه، چې په ترڅ كې يې لسګونو كسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د دوى په وينا، لومړۍ چاودنې دمشق ته نیږدې سومریه سیمه کې ۱۵ کسان وژلي او لسګونه نور یی ټپیان کړي.

 

 

د ځايي رسنيو د راپورونه له مخې پرونۍ ورځ په سوريه كې تر ټولو خونړۍ ورځ وه، چې په ترڅ كې يې لسګونو كسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د دوى په وينا، لومړۍ چاودنې دمشق ته نیږدې سومریه سیمه کې ۱۵ کسان وژلي او لسګونه نور یی ټپیان کړي.

دغه راز په یوه بله پېښه کې ۱۲ کسان هغه مهال ووژل شول، چې نا معلومو وسله والو لخوا تر تښتولو وروسته له موټره ښکته کړای شول او ځای پر ځای ووژل شول.

ویل کيږي په وژل شویو کسانو کې ډېرى يې ډاکټران دي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، په یوه بل راکټي برید کې د دمشق شاوخوا سیمو کې ۳ کسان وژلي او ۲۱ نور ټپیان كړي دي.

د سوریې په روانې دوه کلنې جګړې کې تر دې مهاله لسګونه زره کسان وژل شوي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA