د امريکا دفاع وزارت له جمهوررئيس حامد کرزي د كابل او واشنګټن ترمنځ د امنيتي سند د ژر تر ژره لاسليكولو غوښتنه كړې ده. د پنټاګون وياند “سټيفن وارين” پرون ويلي، که چيرې دا سند د ۲۰۱۳ميلادي کال له پاى ته رسيدو مخکې لاسليک نه شي، د امريکايي ځواکونو د وتلو پلان
د امريکا دفاع وزارت له جمهوررئيس حامد کرزي د كابل او واشنګټن ترمنځ د امنيتي سند د ژر تر ژره لاسليكولو غوښتنه كړې ده.
د پنټاګون وياند “سټيفن وارين” پرون ويلي، که چيرې دا سند د ۲۰۱۳ميلادي کال له پاى ته رسيدو مخکې لاسليک نه شي، د امريکايي ځواکونو د وتلو پلان ته به ستونزې جوړې شي، خو نوموړي د دې ممکنه ستونزو په اړه ډېر جزيات نه دي وركړي.
د هغه په وينا، پنټاګون هيله لري، چې دا امنيتي سند هر څومره ژر، چې ممکنه وي، لاسليک شي.
جمهوررئيس حامد كرزى ټينګار كوي، چې ياد سند دې له ټاكنو وروسته لاسليک شي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


