ads

د پښتنو او بلوڅو خواخوږى شاعر

هغه د نو رسي بلبل په څير د چپرهار په شنه بڼ كې د لومړي ځل لپاره خپل ځان وليد او خپل نازك وزورنه يې ووهل، ورو ورو يې نغمو ته ځان جوړاوه، خو كله چې د پغمان شنو لمنو ته ورسېد، نغمې يې پخې او خوږې شوې، له مينې ډكې شوې، ډېر زړونه يې […]

نویسنده: The Killid Group
4 لیندۍ 1392
د پښتنو او بلوڅو خواخوږى شاعر

هغه د نو رسي بلبل په څير د چپرهار په شنه بڼ كې د لومړي ځل لپاره خپل ځان وليد او خپل نازك وزورنه يې ووهل، ورو ورو يې نغمو ته ځان جوړاوه، خو كله چې د پغمان شنو لمنو ته ورسېد، نغمې يې پخې او خوږې شوې، له مينې ډكې شوې، ډېر زړونه يې خپلو تخلیق شويو قصيدو، مثنوي ګانو او غزلو ته راجلب كړل، خو لا يې د وطن په شنو درو او جانانه طبیعت زړه نه و موړ او لا يې دې ښكلا ته خپل د مينې غبرګون د خپل شاعرانه فطرت په خوږو او د مينې په ډكو ولولو نه و څرګند كړى چې پر وطن سپيره سيلۍ خوره شوه، هر څه يې تالا ترغۍ كړل:

د شمشاد له هسکې څوکې
د خــيـبــر د زړه لــه نوکې

هـــرې خواته وهم کوکې
څوک يې اوري او که نه؟

حافظ

هغه د نو رسي بلبل په څير د چپرهار په شنه بڼ كې د لومړي ځل لپاره خپل ځان وليد او خپل نازك وزورنه يې ووهل، ورو ورو يې نغمو ته ځان جوړاوه، خو كله چې د پغمان شنو لمنو ته ورسېد، نغمې يې پخې او خوږې شوې، له مينې ډكې شوې، ډېر زړونه يې خپلو تخلیق شويو قصيدو، مثنوي ګانو او غزلو ته راجلب كړل، خو لا يې د وطن په شنو درو او جانانه طبیعت زړه نه و موړ او لا يې دې ښكلا ته خپل د مينې غبرګون د خپل شاعرانه فطرت په خوږو او د مينې په ډكو ولولو نه و څرګند كړى چې پر وطن سپيره سيلۍ خوره شوه، هر څه يې تالا ترغۍ كړل:

لكه تالا، چې بې خزانه شول زما ګلونه

په هغه رنګ دې تالا مه شه د هيچا ګلونه

حافظ

د خپل وطن او ولس دې مين شاعر نور د ستايلو پر ځاى، د ګلونو تالا كېدل او د وطن د ګل فضا چې د ناولو باروتو شنو لوخړو اخستې وه، ژړوله، خو وخت ناځوانه د تل په څېر د دې سويو نغمو د بلبل ستوني ته لاس وغځاوه او دا ارمانې غږ يې د تل لپاره خپ كړ، ما لا ګل بوى كړى نه و بهار تيرشو.

های هاى

څومره بې وفا وه دا دنیا چې په کې تېر شومه

پلونه مې لا پاتې و او زه د خلکو هېر شومه

خو نه ـ نه د پښتو ژبې پیاوړى شاعر نصرالله حافظ  چې اوس يې له موږ سره په جسمي ډول د تل لپاره مخه ښه كړې ده(انا لله و انا اليه راجعون)، مګر تر ډېره به د پښتنو او بلوڅو وروڼو په خورو ورو لتو كې د هغه فكر، خيال د سپين مرغه په څېر، زموږ د كليو او درو، پر ګوردونو، چنارونو، كورونو او جوماتونو وزرونه وهي او موږ ته به د سولې، مينې، يووالي او ويښېدو ترانې زمزمه كوې، خو حيف دا څوك به يې واوري؟

خو اې ناځوانه وخته! په ځوانۍ كې د لوړې دنګې ونې، ښكلې قوارې او له عاطفې ډكې طبعې دې څښتن، ځواني هم هغسې تېره نه كړه، لكه بل هر ځوان چې دا ورځې او شپې د خپلې باچايي طبعې او مغرورۍ له مخې د خپلو هوسونو او شوقونو ، منظرو او د ګريوان خلاصو په مينه كې داو كوي. بلكې ارواښاد حافظ دا باچاهي پر ملنګي داو كړه او د ځوانۍ دا رنګينې شپې او ورځې يې د خپل ولس او خاورې د خوښۍ، سوكالۍ او يووالي لپاره وقف كړې، هغه كه ورځپاڼې ته سهار په ګرمۍ او يخنۍ كې پر زاړه سايكل تللى او بيا تر نيمو شپو هلته د ولس د بيدارولو لپاره يې قلم پورته كړى و او يا يې د پښتنو او بلوڅو وروڼو د بدې ورځې د ژړولو او ترې د خلاصيدو او يا خندا، ګل ګل ورځې راوستو لپاره يې ډېرې شپې په خپل خواږه مترنمه غږ په نثر او  شعر دواړو كې د افغانستان راډیو له لارې زمزمه كړې، د پښتنو او بلوڅو وروڼو هرې حجرې، ديرې ته يې  خپل رسا پيغام له اوښكو او هيلو سره يو ځاى ورساوه.

دې عالي او خواخوږي انسان خپل ژوند د ولس او خلكو لپاره د مينې او سولې د ښكلي ژوند په ارمان پاى ته ورساوه، تل يې دا ارزو او پيرزو وه چې د مينې او سولې هغه رڼا او سبا به كله ويني چې د ده خوار ولس يې له پيړيو پيړيو په تمه سرنګون ناست دى. شمشاد ته وخوت كوكې يې وكړې. د خيبر زړه ته كوز شو، فريادونه يې وكړل، خو موږ لكه كاڼه چې و، يا موږ لكه ويده چې و، خو اوس چې هغه نور له دې غمونو په ارام خوب ويده شوى، موږ ورته نارې وهو، اې د قام په درد دريدلې شاعره! چيرته لاړې؟

خو هغه ارام پروت دى، هغه حق لري چې زموږ غږ وانه وري، ځكه هغه حق ته ځان سپارلى، ګناهګاره خو موږ و چې د ده غږونه مو اورېدل، مګر غوږونه مو كاڼه اړولي و، هغه مهال چې ده خوږې ترانې او هغه دردونه چې زموږ له غمه يې سندره كول، چا وانه ورېدل او تل يې د روانو ناخوالو او د تاريخ د جبر هغه اوږده شپه چې د پښتنو او بلوڅو وروڼو پر كاله يې سر وهلى و، د سبا كېدو تمه لرله، خو چا يې د مبارزې ننګه او غږ ورسره بدرګه نه كړ او نه هم د دې سپيڅلي انسان دا ارمان پوره شو چې كله به  سبا راشي او د درواغجنو وعدې چې دې ولس او خاورې ته د امن فضا راولي، رښتيا شي:

شپه څومره لويه شوه اوږده شوه سبا هېڅ نه راځي

تيارې خورې په شا او خوا دي رڼا هېڅ نه راځي

حافظ

بالاخره هغه هم اخير د دې درواغجنو په خوى او بوى پوه شو او له موږ يې د تل لپاره مخ واړاوه:

که هر څه اورې، ښوروه سر ورته مه يې منه

دلته د دروغو کلي جوړ دي، رښتيا هيڅ نه راځي

حافظ

خو اې دريدلي شاعره! ته نور له موږ لاړې، خو موږ به ستا د قام او وطن له مينې ډكې ترانې له چا واورو؟

اې! پام چې موږ ډېر په دې تنده كې مه پريږده، موږ خبريو چې په جنت كې زيتون، ريحان، مشك، زعفران او ډول ډول ګلونه زيات دي، كه موږ ستا د ترانو تنده حس كړه او يا د ولس او وطن مينه مو په زړونه كې كمه شوه، نو دې ګلونو او پاڼو ته لاس كړه، ښكلې ترانې وليكه او موږ ته يې راوليږه، موږ داسې مه پريږده…

لحده نيسه يې ارام په غيږ كې

يوه زاره چاودى او خوږمن درسپارو

چې يې زخمونه دي د ستورو په څير

د كهكشان غوندې بدن درسپارو

درويش

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA